ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ خلکو په هېواد کې د سولې لپاره له پیل شوو خوځښتونو خپل ملاتړ وښود

د بلخ خلکو په هېواد کې د سولې لپاره له پیل شوو خوځښتونو خپل ملاتړ وښود

author avatar
2 Apr 2018 - 14:54
د بلخ خلکو په هېواد کې د سولې لپاره له پیل شوو خوځښتونو خپل ملاتړ وښود
author avatar
2 Apr 2018 - 14:54

مزارشريف (پژواک، ۱٣ وری ۹۷): د بلخ خلکو د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د سولې په موخه د رامنځته شوو پرلتونو په ملاتړ غږ پورته کړ.

په دې وروستيو کې په کابل، زابل او هلمند ولايتونو کې په هېواد  کې د سولې او ثبات لپاره د پرلت خېمې درول شوې دي.

د بلخ يو شمېر مدني فعالانو چې ملکي خلکو يې ملتيا کوله، د وري په ۱۲مه د مزارشريف په روضه کې د کابل، هلمند او زابل د سوله ييزو پرلتونو په ملاتړ غونډه وکړه.

مدني فعال سيد محمد يزدان پرست وويل چې دوی د سولې غږ بدرګه کېدو په موخه سره غونډ شوي دي.

نوموړي سوله د افغانانو اړتيا وبلله او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې د سولې په موخه رامنځته شوي پرلتونه د افغانانو د ويښتابه نښه یاده کړه.

هغه له نړيوالې ټولې، وسله والو مخالفينو او افغان حکومت څخه جدي غوښتنه وکړه چې افغان ولس ته دې د سولې په تړاو ځواب ورکړي.

يزدان پرست وويل چې له دې وروسته هېڅ سياستوال او هېڅ ګواښ افغانستان پر شمال او سوېل او پر قومونو نه شي سره بېلولی.

نوموړي زياته کړه، ټول افغانان د يو ملت په توګه ژوند کوي او د سولې لپاره به ګډه مبارزه کوي.

مدني فعال نجيب پيکان د خپلو خبرو په ترڅ کې د سولې په نامه غږ راپورته کېدونکو په اړه وويل چې د بلخ خلک به يې تر څنګ ولاړ وي.

نوموړي له ټولو غوښتنه وکړه چې د سولې لپاره د روانو خوځښتونو برخه وګرځي او نړۍ ته ښکاره کړي چې افغانان سوله خوښوونکی ملت دی.

د خط نو څېړنيز مرکز مسوول عبدالقادر مصباح غونډې ته په خبرو کې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې په تړاو روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې سوله بايد د تېرې لسيزې د لاس ته راوړنو په بيه ترسره نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.