Language

د وروستیو واورو او بارانونو له امله په هېواد کې ۶۱ تنه مړه شوي

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۴ ): د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي اداره وایي، چې د تېرو درېیو ورځو د واورو او بارانونو له امله په هېواد کې ۶۱ تنه مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.

یادې ادارې نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو تلفاتو تر څنګ ۴۵۸ استوګنیزې کورونه هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا شمېرې لومړنۍ دي.

د ادارې په وینا، په زیانمنو سیمو کې د ټیمونو له‌خوا د ارزونې او څېړنې بهیر لا هم روان دی او ښایي د تلفاتو او زیانونو شمېر بدلون ومومي.

یادې ادارې دا نه دي ویلي، چې دغه مرګ‌ژوبله تر ټولو ډېر په کوم ولایت کې ثبت شوې ده.