کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): د ملي امنيت موظفين وايي چې په ګردېز ښار کې يې د حقاني شبکې اړوند يو ځانمرګى بريدګر نيولى دى.
دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې چې د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې په ګردېز ښار کې د حقاني شبکې اړوند يو ځانمرګى بريدګر رضا خان مشهور په وفادار ژوندى نيولى دى.
د سرچينې په وينا، نيول شوي کس ويلي چې پوځي زده کړې يې د ډيورنډ کرښې هاخوا په تل سيمه کې کړې او غوښتل يې چې په ګردېز ښار کې ځانمرګى بريد وکړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې نيول شوى دى.
login or register a new account.