ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه دې هواره شي

ولسمشر غني: د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه دې هواره شي

author avatar
10 Apr 2018 - 11:53
ولسمشر غني: د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه دې هواره شي
author avatar
10 Apr 2018 - 11:53

خوست (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته يې لارښوونه کړې چې د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه دې هواره کړي.

ولسمشر اشرف غني چې پرون یې خوست ته سفر کړى، له ځايي ولسوالانو سره يې وليدل.

دا کتنه چې پرون ماښام د خوست ولايت په مېلمستون کې شوې، د ولسوالانو د تشکیلاتو، معاشاتو، د قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ولسوالیو کې د امنيې قوماندانۍ د ودانيو د نشتوالي، د مامورینو د کمښت، د ځمکو د غصب، د سرپرستۍ او په ادارو کې د لاسوهنو د مخنیوي په اړه يې د هغوی ستونزې واورېدې.

ولسمشرغني وويل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته يې لارښوونه ده چې د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه حل کړي.

هغه څرګنده کړه، د کورنیو چارو وزارت ته یې هم لارښوونه کړې ده چې په ولسوالیو کې د امنیې قوماندانیو د ودانیو د نشتوالي ستونزې ته رسېدنه وکړي.

دغه راز ولسمشر غني ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو اړوندو ولسوالیو کې د هغو ښوونځیو لپاره چې ځمکه نه لري؛ ځمکه مشخصه کړي چې د کلیو پراختیا وزارت ورسره د ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د يو بل خبر له مخې، ولسمشر اشرف غني پرون ماخوستن د خوست له یو شمېر مشرانو او د قومي شوراګانو له استازو سره هم ليدلي دي.

يو شمېر قومي مشرانو د نورو په استازيتوب له ولسمشر څخه د سولې د وړاندیز مننه وکړه او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

یادو ویناوالو همدارنګه د کوچیانو د مېشتېدو او د ښوونځیو د ودانیو د ستونزو د حل تر څنګ د سولې په برخه کې د دوی له تجربو او امکاناتو د ګټې اخیستنې په اړه خپل وړاندیزونه هم له جمهور ريیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني وويل چې سوله د ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې به هدف او نتیجې ته ورسېږي.

هغه د سولې په برخه کې د خلکو رول مهم وباله او له هغوی يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه د لويې پکتیا مشران دې د لوی کندهار او د هېواد د نورو سیمو له مشرانو او ولسونو سره په ګډه هلې ځلې وکړي.

ولسمشر د کلیو پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې په ولسي تړون پروګرام کې د کوچیانو د ستونزو حل ته د پاملرنې تر څنګ د سرحدي ولسوالیو پروګرام کې د یادو سیمو خلکو اساسي ستونزو ته پام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.