خوست (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته يې لارښوونه کړې چې د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه دې هواره کړي.
ولسمشر اشرف غني چې پرون یې خوست ته سفر کړى، له ځايي ولسوالانو سره يې وليدل.
دا کتنه چې پرون ماښام د خوست ولايت په مېلمستون کې شوې، د ولسوالانو د تشکیلاتو، معاشاتو، د قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ولسوالیو کې د امنيې قوماندانۍ د ودانيو د نشتوالي، د مامورینو د کمښت، د ځمکو د غصب، د سرپرستۍ او په ادارو کې د لاسوهنو د مخنیوي په اړه يې د هغوی ستونزې واورېدې.
ولسمشرغني وويل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته يې لارښوونه ده چې د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه حل کړي.
هغه څرګنده کړه، د کورنیو چارو وزارت ته یې هم لارښوونه کړې ده چې په ولسوالیو کې د امنیې قوماندانیو د ودانیو د نشتوالي ستونزې ته رسېدنه وکړي.
دغه راز ولسمشر غني ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو اړوندو ولسوالیو کې د هغو ښوونځیو لپاره چې ځمکه نه لري؛ ځمکه مشخصه کړي چې د کلیو پراختیا وزارت ورسره د ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د يو بل خبر له مخې، ولسمشر اشرف غني پرون ماخوستن د خوست له یو شمېر مشرانو او د قومي شوراګانو له استازو سره هم ليدلي دي.
يو شمېر قومي مشرانو د نورو په استازيتوب له ولسمشر څخه د سولې د وړاندیز مننه وکړه او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
یادو ویناوالو همدارنګه د کوچیانو د مېشتېدو او د ښوونځیو د ودانیو د ستونزو د حل تر څنګ د سولې په برخه کې د دوی له تجربو او امکاناتو د ګټې اخیستنې په اړه خپل وړاندیزونه هم له جمهور ريیس سره شریک کړل.
ولسمشر غني وويل چې سوله د ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې به هدف او نتیجې ته ورسېږي.
هغه د سولې په برخه کې د خلکو رول مهم وباله او له هغوی يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه د لويې پکتیا مشران دې د لوی کندهار او د هېواد د نورو سیمو له مشرانو او ولسونو سره په ګډه هلې ځلې وکړي.
ولسمشر د کلیو پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې په ولسي تړون پروګرام کې د کوچیانو د ستونزو حل ته د پاملرنې تر څنګ د سرحدي ولسوالیو پروګرام کې د یادو سیمو خلکو اساسي ستونزو ته پام وکړي.
خوست ته د سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني د دغه ولایت د پوهنتون له یو شمېر استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دوى له ولسمشره د امنیت پر تامین سربېره د لوړو زده کړو او معارف په برخه کې د کیفیت لوړول، ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو ته پاملرنه، ښوونځیو ته ودانۍ، مجهز لابراتوارونه، کتابونه، ورزشي لوبغالي، ښوونکو ته د استوګنې نومرې او ليسانس ښوونکو ته د ماسټرۍ پروګرام غوښتنه وکړه.
ولسمشر طالبانو ته د حکومت د سولې وړاندیز ته په اشارې وویل چې غېږه باید لویه وي او ټول هېوادوال په غېږ کې ونيول شي، دا کار ټینګه ملي اراده غواړي، هغوی چې په جنګ اخته او روږدي دي، د سولې عادت نه لري.
اشرف غني د خپلو خپرو به دوام د پاکستان لومړی وزیر مخاطب کړ او ويې ويل، څو کاله وروسته به له خوست، پکتیا او ننګرهار څخه د کرښې ها خوا خلکو ته برېښنا ورکوي.
ولسمشر څرګنده کړه، په ښوونځیو کې د کتابونه ستونزه په اساسي توګه حل کېږي، تر شپږم ټولګي پورې نصاب اصلاح شوی او لرو پرتو ښوونځیو ته د نوري فایبر له لارې د باکیفیته زده کړو زمینه برابروي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










