ګردېز (پژواک، ٢٣ ورى ٩٧): د اوو ولايتونو واليانو او نظامي مسوولينو د راتلونکو ټاکنو د تدابيرو په اړه په ګردېز ښار کې ګډه غونډه وکړه او ويې ويل چې د راتلونکو ټاکنو د روڼتيا لپاره به پوره هڅې کړي.
د سوېل ختيځ زون پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، غزني، ميدان وردګ او باميان ولايتونو واليانو، امنيه قوماندانانو، د ملي امنيت او د ټاکنو د ولايتي کمېسيونونو رييسانو، په يادو ولايتونو کې د ملي پوځ قوماندانانو، په افغانستان کې د امريکا شارژدافيرې او د غوڅ ملاتړ ماموريت ځينو چارواکو په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د راتلونکو ټاکنو د تدابيرو په اړه ګډه ناسته وکړه.
د ولايت مقام د اعلاميې له مخې، دوی د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته د چمتووالي، د ټاکنو په امنيتي تدابيرو، ننګونو او د نوم ليکنې د پروسې د پيل په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د سوېل ختيځ زون د ولايتي او امنيتي رهبري تر منځ د همغږي په لا زياتېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د امنيت په فضا کې د رڼو ټاکنو ترسره کول ګډ مسووليت دی.
کټوازی وايي: ((د مشکلاتو د له منځه وړو په برخه کې بايد ګډ او ډېر کار وشي، څو په ډاډمنه فضا کې شفاف انتخابات ترسره شي او ولس د ټاکنو په نتيجه کې خپله اراده او انځور وويني.))
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل وويل چې په اړوند ولايتونو کې د ټاکنو د ترسره کېدو په ګډ نظامي او عملياتي پلان کار شوی او د ټاکنو له کمېسيون سره په همغږۍ به پلی شي.
دی وايي: ((د ټاکنو لپاره تدابير او اماده ګي نيول شوې ده، د انتخاباتو کمېسيون له خوا د ثبت نام پروسې له پيل سره به په هغو سيمو کې امنيت ونيول شي چې د ثبت نام مرکزونه په کې ايجاديږي.))
په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو شارژدافيرې اني فورزيمر او په سوېل ختيځ زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت چارواکو د ټاکنو په پروسه کې له تخنيکي مرستې ډاډ ورکړ او ويې ويل چې افغان ټاکنيز بنسټونه او ادارې د دې جوګه دي چې رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي.
فورزيمر وويل: ((شفافې ټاکنې مهم ماموريت دی چې بايد په ښه ډول ترسره شي، موږ به په دې برخه کې له افغان دولت سره د اړتيا پر مهال تخنيکي مرسته وکړو او د افغانستان د ټاکنو کمېسيونونه اوس د سراسري او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو وړتيا لري.))
د ټاکنو کمېسيون د اعلان پر اساس د وري مياشتې په ۲۵ نېټه (د شنبې ورځ) پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د خلکو نوم ليکنه پيلېږي.
login or register a new account.