مزارشريف(پژواک،۲۷وری۹۷): د بلخ د چمتال او چهاربولک ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي چې د ټاکنو په درشل کې يې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي.
دوی وايي چې په مزارشريف ښار کې د رايې ورکولو په موخه د نوم ليکنې پروسې پيل کېدو په درشل کې يې په کليو کې وسله وال طالبان پيدا شول او سيمه ييزو پوليسو خپلې پوستې پرېښودې.
د ولايتي شورا ځينې غړي هم دې حالت ته د شک په سترګه ګوري خو امنيتي مسوولين وايي چې د لا ښې دفاع لپاره يې په ځينو سيمو کې شاتګ کړی دی.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي تاج الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر ځل يې سيمې د ټاکنو په درشل کې نا امنه کېږي.
نوموړي وايي، دغه کار ورسره په لوی لاس کېږي چې د سيمې خلک د ناامنۍ له وېرې په ټاکنو کې له برخې اخيستو پاتې شي.
هغه وويل: ((يو ناڅاپه وسله وال طالبان پيدا شول، پوليسو ورته پوستې پرېښودې، همداسې يې نه دي پرې ايښي، ورته هدايت شوی دی. دا هر څه د همدې لپاره کېږي، چې د ټاکنو سايټونو نا امنه کېدو ته زمينه برابره شي او څوک خپله رايه ونه شي کارولی.))
بلخوا د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې له تېرو څو ورځو يې ډېر کلي چې څو ورځې وړاندې امن و، اوس د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې په سيمه کې د روانې جګړې له امله عامو خلکو ته زيانونه اوړي، خو نوره کومه پايله نه لري.
نوموړي زياته کړه، عام خلک له دواړو لوريو له ستونزو سره مخ دي چې د جګړې له امله يې کورونه وران شوي دي.
د هغه په وينا، امنيتي مسوولينو لا هم د سيمې د امنيت لپاره عمليات نه دي پيل کړي.
بلخوا د ولايتي شورا غړى ذبيح الله کاکړ هم دغه حالت ته د شک په نظر ګوري.
نوموړي پژواک سره په خبرو کې وويل، په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو په ګډون نورې نظامي لواګانې هم شته؛ خو بيا هم ځينې محدود کلي له وسله والو طالبانو نه شي پاکېدای!
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP