ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې تر اوسه نږدې شپږ زره کسانو نوم ليکنه کړې

په هلمند کې تر اوسه نږدې شپږ زره کسانو نوم ليکنه کړې

author avatar
21 Apr 2018 - 17:41
په هلمند کې تر اوسه نږدې شپږ زره کسانو نوم ليکنه کړې
author avatar
21 Apr 2018 - 17:41

لښکرګاه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ٩٧) : د ولسي جرګې پر اوسنيو وکيلانو بي باورۍ او ناامنيو  په هلمند ولايت کې د ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه کمرنګه کړې ده.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ځايي مشر احمد شاه صاحب زاده وايي  چې دوی د نوم ليکنې له روان بهير څخه خوښ نه دي.

هغه د غويي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې که څه هم امنيتي ارګانونو دوی ته د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړی، خو بيا هم د نا امنيو اغېزې ښکاري او له امله يې د راجستر پروسې کې د ګډونوالو شمېر لږ دی.

نوموړي زياته کړه، د عامه پوهاوي مسووليت د رسنيو، حج اوقافو وزارت او ديني عالمانو دی، چې بايد ولسونه وهڅوي تر څو نوم ليکنه وکړي.

نوموړي په دغه ولايت کې د هغو کسانو د شمېرې له ښودلو ډډه وکړه چې د ټاکنو لپاره يې نوم ليکنه کړې، خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې تر اوسه پورې ٥٥٢٧ کسانو نوم ليکنه کړې چې ٧٠٨ يې ښځينه دي.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، د ټاکنو د امنيت ساتلو او ساحو د پراخه کولو لپاره پوره تدابير نيول شوي او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې تذکرې واخلي او د ټاکنو په مرکزونو کې نومونه راجستر کړي.

د ولايتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر  وايي، د راجستر پروسه کې سستوالى بې باوري ده، خو نوموړي زياته کړه، دا به ښه وي چې  خلک په دغه پروسه کې ګډون وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې په خپله خوښه کانديدانو ته رايه وکړي.

د لښکرګاه يو تن اوسېدونکي محمد قاسم پژواک ته وويل، له يوې خوا په وکيلانو باور کم شوى  او له بلې خوا خراب امنيت ددې لامل شوى چې خلک لږ نوم ليکنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د محلاتو مسوولين وايي، هره ورځ په ډېر کم شمېر کسان مراجعه کوي، خو دوی يې په لاملونو نه پوهيږي چې ولې خلک زړه نه ښه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.