Language

“د تذکرو وېش کې دې اسانتيا رامنځته او وخت دې زيات شي”

ګردېز (پژواک، ٤ غويی ٩٧): د پکتيا د اصلاحي جرګې مشران او ځوانان روانه انتخاباتي پروسه پېچلي بولي او ټينګار کوي چې د خلکو د ګډون لپاره دې په کي اسانتيا رامنځته شي.

د دې جرګې غړي او قومي مخور ښايسته جان احدي د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د تذکرو د وېش لړۍ موده دې زياته او د وېش په پروسه کې دې اسانتيا رامنځته شي او څومره مرکزونه چې د تذکرو د ثبت لپاره جوړ شوي، ورسره دې د تذکرو د وېش مرکزونه هم جوړ شي.

احدي وويل چې تذکره د هر افغان هويت ثابتوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې نه يوازې په دې پروسه کې دې چا ته خنډ نه جوړوي، بلکې خپله دې هم په کې ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((د تذکرو د وېش لپاره هېڅ ډول تخنيکي مواد وجود نه لري، هغه تخنيکي مواد چې نه شتون يې ستونزې ايجاد کړې دي، بايد ترتيب او تنظيم شي؛ د تذکرو د ثبت معادل بايد د تذکرو د وېش مراکز هم جوړ شي، څو خلک هم يوه ځای کې تذکره واخلي او هم يې ثبت کړي.))

د دې جرګې بل غړي سيد جمال الدين اصف خېل د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په نه کېدو اندېښمن دی او وايي ډېری خلک لا هم د ټاکنو ترسره کېدو پر پروسه نه پوهېږي.

اصف خېل د ټاکنو تر ورځې په ګردېز او د ولسواليو په مرکزونو کې د تذکرو د وېش او ثبت د محلونو پاتې کېدل اړين بولي.

دی وايي: ((ځيني مهم او پر نفوسه ځايونه دي، خو هلته د ثبت نام مرکزونه نشته او برعکس مرکزونه په هغو ځايونو کې دي چې خلک ورته لاسرسی نه لري. مثلاً په دره کې مرکز جوړ شوی او موږ چې معلومات لرو، هلته په تېرو لسو ورځو کې ۲۲ کسانو ثبت نام کړی، مرکزونه بايد په پر نفوسه سيمو کې وي.))

ډاکتر شفيق سحر د مېرمنو د تذکرو نه لرل لويه او اساسي ستونزه يادوي او وايي چې د مېرمنو لپاره دې د تذکرو د وېش او ثبت ځانګړي مرکزونه جوړ او مېرمنې دې په کې وګومارل شي.

نوموړی ناسم امنيتي حالت هم يو ګواښ بولي او زياتوي: ((په پکتيا کې تقريباً په سلو کې دوه فيصده ښځې ايله تذکرې لري؛ غټه ستونزه دا ده چې د ښځو په برخه کې ښځينه تشکيل او کارمندانې نشته، نو دلته کلتوري محدوديتونه هم دي.))

د مرکز ګردېز د قومونو شورا مرستيال حاجي محمد نبي هم د ټاکنيزې پروسې ابهام او پرې د خلکو نه پوهاوی ستونزه بولي او ټينګار کوي چې د پروسې په ساده کولو او د خلکو پوهاوي ته بايد ډېر کار وشي.

محمد نبي وويل: ((زه د مرکز ګردېز په سطحه قومي سپين ږيری يم، خو تر اوسه پورې زه نه يم پوه شوی چې د مرکز ګردېز د ولسوالۍ شورا لپاره د انتخاباتو کمېسيون څه ډول لايحه لري؟ دا پروسه ګونګه ده او بايد روښانه شي.))

دوی د نفوس د احوال د ثبت پر ادارې نيوکې وکړې چې په مرکز او ولسواليو کې يې خپلو اړوندو ادارو ته هېڅ ډول تخنيکي مواد او وسايل نه دي رسولي.

login or register a new account.