لښکرګاه (پژواک،٤غويى٩٧):د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بېلابېلو ولايتونو د سولې خېمو ګډونوال وايي، د يوې مياشتې په تېرېدو سره لا هم ښکېلو غاړو د سولې په برخه کې دوى ته مثبت ځواب نه دى ويلى.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې په هلمند کې ځانمرګى بريد وشو چې يو شمېر کسانو د بريد په ځاى کې د سولې خېمه ودروله چې بيا تر دې وروسته د هېواد په نورو سيمو کې هم د سولې د راتګ په هيله د هلمند د سولې خېمې په ملاتړ خېمې ودرول شوې او پرلتونه يې پيل کړل.
د هلمند د سولې خېمې يوه غړي غلام سرور غفاري د غويي په څلورمه خبري غونډې ته وويل چې د جګړې دواړه لوريو ته افغانان وژل کېږي، خو ګټه ترې بهرنيان پورته کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ په دې پوهېږو چې ولس زیات قوت لري، که چېرې یو لاس شي، ښکېلې غاړې به په زور مجبوره کړي او د خبرو او سولې بهیر ته به يې کښېنوي.))
دغه راز په دې غونډه کې د کندهار د پرلت خېمې يوه ګډونوال محمد ناصر مبارز وويل چې افغانان نور له روانې جګړې ستړي شوي دي.
هغه وویل: ((موږ باید د جنګ له پیغوره ځانونه خلاص کړو، د ناامنیو او جګړو د پای ته رسېدو په پار د سولې له لارې دفاع کوو، ولس راویښ شوى او د هلمند غږ د هېواد نږدې ټولو ولایتونو اوسېدونکو پورته کړی دی او دا کار به نتيجه ورکوي.))
دغه راز د فراه خېمې يوه ګډنوال محمد داوود حقيار وويل چې بهرنيان دې د خپلو وتلو نېټه وټاکي او طالبان او حکومت دې هم له ځنډ پرته د سولې لپاره خبرې پيل کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د هلمند يوه ديني عالم مولوي عبدالحميد وويل چې د جګړې په زور يو لورى هم بريا ته نه شي رسېدى.
هغه وايي: ((خپل منځي نفاق بايد پرېږدو، نور بايد غفلت ونه کړو.))
د هغه په وينا، ديني عالمانو ژمنه کړې چې د سولې غږ به تر هر کوره رسوي، ترڅو ښکېلې غاړې سولې ته چمتو شي.
د يادو خېمو ګډنوالو ګيله وکړه چې د يوې ماشتې په تېرېدو تر اوسه ښکېلو خواوو د سولې په اړه دوى ته کوم مثبت پيغام نه دى ورکړى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP