Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د ۴زره مېرمنو په ګډون ۶۰زره کسانو نوم لیکنه کړې ده

کندهار (پژواک، ۴ غویی ۹۷): په کندهار کې له تېرو لسو ورځو راهیسې د راتلونکو ټاکنو لپاره شاوخوا ۶۰زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۴زره یې مېرمنې دي.

په دې لړ کې پرون او نن د مراجعینو شمېر ډېر او شاوخوا ۲۰زره کسانو ځانونه ثبت کړي دي.

په دې اړه کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوول هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، له پیله بیا تر دې مهاله شاوخوا ۶۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې تر ۴ زره تنې یې مېرمنې دي.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې پرون او نن شاوخوا ۲۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې لامل یې د عامه پوهاوي ډېروالی او هڅونه ده.

ده وویل، په کندهار کې له هغه وروسته د نوم لیکنې لړۍ چټکه شوې او د خلکو مراجعه ډېره شوې چې څو ورځې وړاندې په ولایت مقام کې د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوې وه او سلګونو مخورو، دیني عالمانو او مېرمنو په کې ګډون کړی وو.

دی وايي، د ولسمشر له حکم سره سم د کندهار والي د ولایت په کچه شاوخوا ۲۵ اداري واحدونو ته امر کړی و چې له خپلو کورنیو سره یو ځای د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړ شي چې دا هم د مراجعینو د ډېروالي سبب دی.

نوموړي هیله وښوده چې په کندهار کې به هره ورځ زرګونه کسان د راتلونکو ټاکنو لپاره ځانونه ثبت کړي.

بلخوا د خلکو هغه شکایتونه لا هم پر ځای پاتې دي چې په ځینو مرکزونو کې مامورین کم او مراجعین زیات دي او دغه راز په ځینو مواردو کې واسطه لرونکي خلک له نورو مخکې کېږي.

په دې اړه د ټاکنو د کمېسیون مسوول وویل، دا سمه ده چې په ځینو مرکزونو کې د پولیسو له خوا مداخله کړې او ځینې کسان یې له نورو مخکې کړي، خو دا ستونزه له امنیتي مسوولینو سره شریکه شوې چې تر سبا او بل سبا به حل شي.

هغه وویل، په کندهار ښار کې دا مهال د نوم لیکنې ۴۰ مرکزونه خلاص دي او د نوم لیکنې لړۍ په کې دوام لري.

 

ده یادونه وکړه چې که اړتیا ولیدل شي نو په راتلونکې کې به د نوم لیکنې لپاره ټاکل شوې موده وغځول شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.