نيلي (پژواک، ۵ غويی ۹۷): د دايکنډي ولايت امنيتي سرچينو تاييد کړې چې د دغه ولايت د کيتي ولسوالۍ امنيه قوماندان پر يوې زنداني ښځې د جنسي تېري په تور نيول شوی دی.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کيتي پر امنيه قوماندان سيد ابوالحسن تور دی چې تېره شپه يې د يادې قوماندانۍ په نظارت خونه کې پر يوې ښځې تېری کړی.
دې سرچينې زياته کړه چې د دايکنډي ولايت امنيې قوماندانۍ له خوا په دې اړه د لا ډېرو پلټنو لپاره کيتي ولسوالۍ ته يو پلاوی استول شوی او اوسمهال د کيتي ولسوالۍ امنيې قوماندان په توقيف کې دی.
د دايکنډي د والي وياند علي اکبر ناطقي وويل، ښځې ادعا کړې چې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان ورباندې تېری کړی، خو تر اوسه يې د امنيې قوماندانۍ لپاره رسمي دوسيه نه ده جوړه شوې.
د کيتي ولسوالۍ امنيه قوماندان په دې اړه خبرې نه دي کړې.
خو د دايکنډي امنيه قوماندان سيد باقر مرتضوي دغه ادعا رد کړې ده.
د يادونې ده، سيد ابوالحسن ابراهيمي له درېیو کلونو را په دېخوا د کيتي ولسوالۍ د امنيې قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن