Language

د کابل په ده افغانانو کې چاودنې درې تنه ټپيان کړل

کابل (پژواک ٥ غويى ٩٧): مسوولين وايي چې د کابل ښار په مرکزي سيمې (ده افغانانو) کې د ماين چاودنې له امله درې تنه ژوبل شوي دي.

د کابل امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام کابو ٧ بجې د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د ده افغانانو په زېرزمينې سيمه کې د پوليسو پوستې سره نږدې د ماين چاودنه شوې چې يو پوليس په کې ټپي شوى دى.

خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح وايي چې له دغې پېښې څخه درې تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د چاودنې سيمې ته څېرمه د حاجي عبدالرحمن جومات ملا امام قاري عبدالمبين ماهر په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د ماښام له لمانځه وروسته چاودنه وشوه او د جومات ټولې ښيښې يې ماتې کړې دي.

د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

Related Topics