لښکرګاه (پژواک، ٨ غويى ٩٧): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ د موټر بم بريد له امله دوه د ملي اردو سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي او د ٧ ملکي وګړو او درېيو د ملي اردو سرتېرو په ګډون لس تنه ټپيان دي.
د هلمند والي حيات الله حيات وايي چې دغه بريد نن سهار د مازاد موټر په مټ د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ په سيمه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دريمې لوا، دوهم کنډک قراول ته څېرمه شوی دى.
د هغه په وينا، موټر ځکه قراول ته څېرمه چاودېدلى او هدف ته نه دى رسېدلى چې د ملي اردو سرتيري پوه شوي و، او ډزې يې پرې کړې وې.
والي وايي چې په دغه بريد کې يو د ملي اردو سرتيرى او څلور ملکيان وژل شوي، ٧ ملکي وګړي او درې د ملي اردو سرتيري ټپيان دي.
خو هلمند کې د اېمرجنسي روغتون د يو کارکوونکي په وينا، په دغه بريد کې د ملي اردو د وژل شويو دوو سرتېرو مړي او په بريد کې ټپي شوى يو ملکي وګړى دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى او ويلي يې دي د موټربم په مټ تر سره شوي دغه ځانمرګي بريد کې دولتي ځواکونو ته زيان اوښتې دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP