ګردېز (پژواک، ١٩ غويی ٩٧): د ګردېز اوسېدونکي د دغه ښار او شاوخوا سيمو نا سم امنيتي حالت اندېښمن کړي او وايي چې د وسله والو مخالفينو له فعاليتونو سره هدفي وژنې او وسله والې غلاوې هم ډېرې شوې دي.
دوی وايي، دغه حالت نه يوازې خلکو ته ستونزې پېښې کړې، بلکې سوداګرو او دولتي کار کوونکو ته هم خنډونه جوړوي او د پرمختيايي کارونو مخه يې هم ډپ کړې ده.
د دغه ښار يوه اوسېدونکی افضل زيار د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ارګانونه يوازې تر خپلو ادارو او پوستو محدود دي او په ښار او شاوخوا سيمو کې خلک خوندي نه دي.
نوموړی وايي چې د ښار شاوخوا په نږدې سيمو کې وسله وال طالبان د ورځې تلاشي کوي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وايي: ((په دې وروستيو کې د ګردېز امنيتي وضعيت تر دې حده خراب شوی چې څوک په ښار کې په ډاډه زړه نه شي ګرځېدلی، خلک خپل کاروبار او شاګردان خپلو درسونو ته سمه رسېدګي نه شي کولی.))
دغه راز په ګردېز ښار کې د مدني ټولنې غړي احسان الله احسان وويل چې په ګردېز ښار کې هدفي وژنو او وروستيو تښتونو او امنيتي پېښو د خلکو وېره زياته کړې ده.
احسان پژواک ته وويل: ((په ګردېز کې امنيتي وضعيت تر دې اندازې خراب دی چې همدا اوس زه تا سره خبرې کوم، زه باوري نه يم چې زه به اختطاف شم، زه به ووژل شم يا به ووېشتل شم. والي صېب او نور فقط خپل د شاوخوا امنيت ساتي؛ موږ وليدل چې خلک په سر چوک کې وويشتل او وتښتول شول.))
همدارنګه د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې تښتونې او وسله والې غلاوې زياتې شوې او وسله وال مخالفين د ښار د ساتنې پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.
منګل، په امنيې قوماندانۍ کې لوړ اداري فساد د روانې نا امنۍ لامل بولي او په خبره يې په دغه مهم امنيتي ارګان کې په ښکاره فساد او پر مهمو بستونو د بډو په بدل کې ګومارنې دي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((پر امنيه قومانداني له چاودنې وروسته د دې قوماندانۍ داخلي نظم او ډسپلين د پوښتنې وړ دی، تر اوسه پورې قومانداني په خپل حالت کې نه ده.))
دغه راز د ولايتي شورا بل غړي محمد رحمان قادري هم وايي چې ځيني امنيتي کسان د بډو په بدل کې ګومارل شوي چې له امله يې د پوليسو اعاشه هم خرابه او د ښار نظم او ثبات ګډوډ شوی دی.
قادري پژواک ته وويل: ((دوه ورځې مخکې ما خپله ماښام مهال په بلند منزلو سيمه کې نا مسووله وسله وال وليدل؛ د امنيت د خرابېدو عوامل دا دي چې يو خو د امنيتي ارګانونو تر منځ نه همغږي ده، هر يو من دی، يو بل ته ځان کم نه راولي، بل دا چې سالمو مشورو ته هم غوږ نه نيسي، دوی په يو تجارتي شکل کار کوي.))
login or register a new account.