Language

ديني عالمان او قومي مشران: وسله وال طالبان د جګړې لپاره سم دليل نه لري

ګردېز (پژواک، ٢٠ غويى ٩٧): د پکتيا ګڼو قومي مشرانو او ديني عالمانو د سولې او ټيکاو په اړه جوړه شوې غونډه کې په سيمه ييزه او ملي کچه د سولې د مذاکراتو پيلېدو او اوربند په اړه خبرې وکړې.

دوی وويل، سوله د حل يوازېنۍ لار ده او له وسله والو مخالفينو غواړي چې د سولې خبرې پیل او جګړه بس کړي.

دوی وسله والو طالبانو ته د سولې د بې قيد او شرطه وړانديز هرکلی وکړ او ويې ويل چې د سولې لپاره سياسي اراده او شرايط برابر شوي او طالبان د جګړې لپاره موجه دليل نه لري.

دیني عالم مولوي احمدشاه وويل چې روانه جګړه له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې ده چې له امله يې ټول زيان مسلمانانو ته رسېږي او د اسلامي ټولنې د تباهۍ او شا ته پاتې کېدو لامل ګرځي.

هغه زياته کړه: ((الله تعالی فرمايي چې خپلو کې جنګ مه کوئ، يو د بل وژلو ته بهانې مه جوړوئ، يو د بل بې عزته کولو ته پلمې مه لټوئ، يو د بل توهين مه کوئ، خپلمنځي جنګ زهر دی چې دا خورئ، نو تاسو به ذليله کېږئ، نن زموږ څه حال دی؟! څوک چې يو انسان ناحقه وژني، خالقِ کاينات په دې دومره خفه کېږي لکه دا ټول نظام او هستي چې ختمه کړي.))

د سولې شورا ولايتي مشر مولوي خالقداد حقاني وايي چې وسله وال طالبان هم له جګړې ستړي شوي او ډېری يې غواړي سوله وکړي.

حقاني زياتوي: ((د ولسمشر دا پيغام چې بدون له کوم قيد و شرطه يې پر مخالف صف د سولې غږ وکړ چې دولت د سولې خبرو ته اماده دی، زما په نظر دا بې ساری او ډېر پر ځای پيغام دی؛ له دې سره هغه ټول توهمات، شکوک او شبهات له منځه لاړل چې ګنې دولت به سوله نه کوي.))

د پکتيا قومي مشر جنت خان منګل وويل چې پاکستان د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ جوړوي او لا هم د وسله والو روزنه، تمويل او تجهيز کوي.

منګل د سولې په برخه کې پر صادقانه هڅو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دې برخه کې دې په ګاونډيو او نورو هېوادونو ډېره تکيه نه کېږي.

نوموړی له وسله والو هم غواړي چې د سولې خبرو ته کېني: ((موږ ولسمشر ته وړانديز کوو چې هر هغه څوک له دولتي موقف څخه لرې کړي چې د سولې طرفدار نه دي. دا جګړه د نورو له خوا پر موږ تحميل شوې بېځايه او تاواني جګړه ده، اميد دی چې نور د سولې رسمي مذاکرات پيل شي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازي پر طالبانو غږ وکړ چې که د دغه هېواد او خلکو د ارامي فکر ورسره وي، نو سياسي فعاليت دې پيل او له دې لارې دې خپلې سالمې موخې تعقيب کړي.

کټوازی وايي: ((له غره او دښتې ناره پورته کوي چې په حقه دى، خو راشه تذکره واخله، په انتخاباتو کې برخه واخله، ولسي جرګې ته دې استازی ولېږه، همدا ناره د پارلمان له څوکۍ پورته کړه؛ په رايه ځان معلوم کړه.))

login or register a new account.