کندهار (پژواک، ۲۰ غویی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي او چارواکي وايي، د وچکالۍ له امله د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۳۵ زره هکتاره ځمکه له کرلو پاتې شوې ده.
په کندهار کې سږ کال یوازې ۷۵ ملي متره باران اورېدلی چې له امله یې په ډېرو ولسوالیو کې د اوبو سرچینې وچې شوې او دغه ولایت له ۷۰ سلنې وچکالۍ سره مخامخ دی.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یوه کروندګر عزت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، وچکالۍ د دغه ولایت کروندګر، باغ لرونکي او مالداران له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه، د ډنډ ولسوالۍ ډېرې کروندې چې د دهلې بند له اوبو خړوبېږي د اوبو د کمښت له امله وچې شوې دي.
دی وايي، په دې ولسوالۍ کې د ده په ګډون د یو شمېر بزګرو شاوخوا ۳زره جریبه ځمکه چې غنم یې پرې کرلي وو، د وچکالۍ او اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي.
د ده په خبره، د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی چې سږنۍ وچکالي به ډېرې کورنۍ له سخت فقر او غربت سره مخ کړي.
دی وايي، په داسې حالت کې خلک د حکومت هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري.
د میوند ولسوالۍ کروندګر او باغ لرونکي هم ورته شکایت کوي او وايي، د وچکالۍ له امله په دې ولسوالۍ کې د اوبو سرچینې وچې شوې او د خلکو کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دې ولسوالۍ یوه کروندګر اخترمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه مخکې د دې ولسوالۍ کروندې او باغونو د کارېزونو په اوبو خړوبېدلې خو د پر له پسې وچکالیو له امله ډېری کارېزونه وچ شوي دي.
دی وايي، ډېرو کروندګرو او باغ لرونکو د خپلو کروندو او باغونو د خړوبولو لپاره برمې وهلې خو د سږنۍ وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او هغوی کافي اوبه نه لري.
د ده په خبره، دغه حالت په کندهار کې کرنې او مالدارۍ ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.
کندهار کې سږنۍ وچکالۍ د کروندګرو او باغ لرونکو تر څنګ کوچیان هم سخت اندېښمن کړي او د هغوی مالداري یې زیانمنه کړې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP