منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د وچکالۍ له امله ۳۵زره هکتاره ځمکه له کرلو پاتې شوې

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۱ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۰ غویی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي او چارواکي وايي، د وچکالۍ له امله د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۳۵ زره هکتاره ځمکه له کرلو پاتې شوې ده.

په کندهار کې سږ کال یوازې ۷۵ ملي متره باران اورېدلی چې له امله یې په ډېرو ولسوالیو کې د اوبو سرچینې وچې شوې او دغه ولایت له ۷۰ سلنې وچکالۍ سره مخامخ دی.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یوه کروندګر عزت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، وچکالۍ د دغه ولایت کروندګر، باغ لرونکي او مالداران له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، د ډنډ ولسوالۍ ډېرې کروندې چې د دهلې بند له اوبو خړوبېږي د اوبو د کمښت له امله وچې شوې دي.

دی وايي، په دې ولسوالۍ کې د ده په ګډون د یو شمېر بزګرو شاوخوا ۳زره جریبه ځمکه چې غنم یې پرې کرلي وو، د وچکالۍ او اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي.

د ده په خبره، د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی چې سږنۍ وچکالي به ډېرې کورنۍ له سخت فقر او غربت سره مخ کړي.

دی وايي، په داسې حالت کې خلک د حکومت هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري.

د میوند ولسوالۍ کروندګر او باغ لرونکي هم ورته شکایت کوي او وايي، د وچکالۍ له امله په دې ولسوالۍ کې د اوبو سرچینې وچې شوې او د خلکو کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دې ولسوالۍ یوه کروندګر اخترمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه مخکې د دې ولسوالۍ کروندې او باغونو د کارېزونو په اوبو خړوبېدلې خو د پر له پسې وچکالیو له امله ډېری کارېزونه وچ شوي دي.

دی وايي، ډېرو کروندګرو او باغ لرونکو د خپلو کروندو او باغونو د خړوبولو لپاره برمې وهلې خو د سږنۍ وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او هغوی کافي اوبه نه لري.

د ده په خبره، دغه حالت په کندهار کې کرنې او مالدارۍ ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.

کندهار کې سږنۍ وچکالۍ د کروندګرو او باغ لرونکو تر څنګ کوچیان هم سخت اندېښمن کړي او د هغوی مالداري یې زیانمنه کړې ده.

د دامان ولسوالۍ په دښتو کې د مېشتو کوچیانو له ډلې یوه کوچي بازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو د نشتوالي له امله اړ دی، خپله مالداري وپلوري؛ ځکه سږنۍ وچکالي یې ورشوګانې ځپلې او د خپلو مالونو د خوراک لپاره څه نه لري.

دی وايي، په تېرو وختونو کې چې کلونه اباد وو، د پسرلي له راتلو سره زرګونه کوچیان د کندهار ولسوالیو ته راتلل، خو سږ کال د وچکالۍ له امله دغه شمېره کمه شوې ده.

د ده په خبره، ګڼو کوچیانو د ورته ستونزو له امله ښاري ژوند ته مخه کړي او خپلې مالدارۍ یې له لاسه ورکړې دي.

هغه له حکومته غواړي چې له دوی سره مرستې وکړي څو له فقر او غربت سره مخ نه شي.

د کندهار والي زلمي ویسا هم وچکالۍ اندېښمن کړی او وايي په دې اړه یې له مرستندویه ادارو سره خبرې کړي څو له وچکالۍ ځپلو سره مرستې وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، ولایتي اداره به د اړتیا پر مهال وچکالۍ ځپلو ته د هند هېواد مرسته شوي ۱۶ زره او ۸۰۰ ټنه غنم هم ووېشي.

د کندهار د ولايتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال هم وايي چې د دغه ولایت شمال او ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالۍ سختې وچکالۍ ځپلي دي.

دی وايي، په دې اړه یې خپلې اندېښنې وار له مخه څرګندې کړې او له حکومته یې غوښتي چې له وچکالۍ ځپلو سره مرستې وکړي.

په کندهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوول مسعود پښتون پژواک اژانس ته وویل، تر دې مهاله د وچکالۍ له امله ۳۶۵ کورنیو دوی ته د مرستې په موخه عریضې کړې دي.

هغه زیاته یې کړه، په بېړنیو حالاتو کې یې د وچکالیو ځپلو لپاره له مرکزه ۵ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې او تر څنګ یې یوه اندازه بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي لري چې پر اړو کسانو به ووېشل شي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټولیزه توګه ټول هېواد وچکالۍ ځپلی خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخ دی.

هغه زیاته کړه، سږ کال په کندهار کې یوازې ۷۵ ملي متره باران ورېدلی په داسې حال کې چې د یوه اباد کال لپاره له ۴۰۰ تر ۵۰۰ ملي متره باران ته اړتیا وه.

دی وايي، له همدې امله کندهار کې د اوبو سرچینې کمې شوې او د دغه ولایت په شمالي او سرحدي ولسوالیو کې ۳۵زره هکتاره ځمکه له کرلو پاتې شوې ده.

د ده په خبره، تر ټولو ډېره وچکالي په ريګستان ولسوالۍ کې ده چې نه یوازې خلک یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي، بلکې دغلته ۶۰ سلنه مالداري له منځه تللې ده.

نوموړی زیاتوي، په داسې حالت کې خلک له غربت څخه د ژغورل کېدو په موخه د حکومت او مرستندویه ټولنو جدي مرستو ته اړتیا لري.

په کندهار کې د ارغنداب سینديزې حوزې مسوول انجنیر وحید الله کامران وايي، سږ کال د کم اورښت له امله په دهلې بند کې د اوبو کچه ۱۱۰ میلیونه متره مکعبه راکمه شوې چې د دې ولایت د ۷ ولسوالیو د باغونو او کروندو د اوبولو یوازینۍ لویه سرچینه ده.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې د دهلې بند اوبه چې هر کال د وري میاشتې په لومړيو کې راخوشې کېدلې، سږ کال د اوبو د کمښت له امله يوه نيمه مياشت وځنډېدلې چې د کروندګرو او باغ لرونکو د ډېرو شکایتونو او ټینګار له امله دوې ورځې مخکې را خوشې شوې.

خو دی وايي چې دغه اوبه به د تېر په شان بشپړ کال نه، بلکې یوازې د څو میاشتو لپاره وي.

په کندهار کې د وچکالۍ نوې څپه په داسې حال کې را بره شوې چې د تېرو څو کلونو راهیسې په دې ولایت کې وار له مخې د کافي بارانونو د نه اورېدو له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۵ متره ټيټه تللې ده.

د کندهار کروندګرو او باغ لرونکې ان د ژمي په موسم کې لا اندېښنې څرګندې کړې وې چې که کافي اورښت و نه شي نو نه یوازې کروندګر او باغ لرونکي به سږ کال ښه حاصلات و نه لري بلکې خلک به هم فقر او غربت سره مخامخ شي.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړ چې وچکالۍ په افغانستان کې د شاوخوا یو ملیون کسانو ژوند اغېزمن کړی چې د دوی په منځ کې نیم میلیون یې ماشومان دي.

د دې ادارې په باور په راتلونکو میاشتو کې به دا شمېر دوو ميلیونو کسانو ته ورسېږي؛ ځکه وچکالۍ ۲۲ ولایتونه اغېزمن کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه