ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې  ۹ داعش وسله وال وژل شوي

چارواکي: ننګرهار کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
11 May 2018 - 16:04
چارواکي: ننګرهار کې  ۹ داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
11 May 2018 - 16:04

جلال اباد (پژواک ۲۱ غويى ۹۷): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د نښتو له امله ۹ داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل چې داعش او طالب وسله والو تېره ورځ د اچين ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو باغدره سيمه کې خپلمنځي نښتې کړې دي.

هغه زياته کړه، د يادو نښتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۹ وسله وال وژل شوي او د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

دی وايي، په يادو نښتو کې د سيمې خلکو  ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش او طالب وسله والو د دغې نښتې په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار پوليسو جلال اباد ښار کې د ماينونو يو ه زېرمه کشف کړې ده .

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول په دې اړه پژواک ته وويل، تېره شپه د جلال اباد ښار اړوند د شپږمې ناحيې پوليسو د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ د دغې ناحيې د خالص فاميليو اړوند د محمد عارف جومات ترڅنګ په يو کور عمليات کړي.

دی وايي، د دغو عملياتو په پايله کې د ماينونو يو زېرمه او د جوړولو ځای کشف او په کې موجود ماينونه او نور مهمات يې هم ترې، تر لاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، له دې زېرمې  ۱۱ عدده ريموټ کنټرول، ۱۱ عدده مقناطيسي ماينونه، ۲۹ عدده ريموټونه، ۴ پايې مخابرې، يوه اندازه چاودېدونکي توکي، يو بنډل د ثانيه سوز فليتې او نور مهمات ترې، ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.