Language

کندهار کې ۱۸۰ تنو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې

کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۷): کندهار کې ۱۸۰ تنو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې او نن فراغت لیکونه ورکړل شول.

په دې مراسمو کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست سرپرست حمید الله مبارز پژواک اژانس ته وویل، دغو ۱۸۰ تنو نارینه او ښځینه وو ته د ۶ میاشتو په موده کې د نجارۍ، فلزکارۍ، خياطۍ، لاسي صنایعو، خیاطۍ او کمپيوټر په برخو کې زده کړې ورکړل شوي.

هغه زیاته کړه، د حرفوي زده کړو دغه پروګرام د MC موسسې له خوا د اړوند ریاست په چوکاټ کې تر سره شوی دی.

ده وویل، فارغ شوي نارینه او ښځینه اوس د دې جوګه دي چې له زده شوو حرفو په مرسته د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.

په کندهار کې د Mercy Corps موسسې مسوول سلیمان سروري پژواک اژانس ته وویل، له حکومت سره به په ګډه تر راتلونکو څلورو کلونو په سوېلي ولایتونو کندهار، زابل، اروزګان او هلمند کې ۶ زره کسان په بېلابېلو برخو کې و روزي او د کار او روزګار جوګه کړي.

هغه زیاته کړه، دغه اداره د بېکارۍ د کمولو په موخه هر کال زرګونه کسان په بېلابېلو برخو کې روزي.

دی وايي، د دوی دغه هڅې تر ډېره بریده د بېکارۍ او غربت د له منځه وړلو په برخه کې اغېزناکې ثابتې شوې دي.

د ولايت مقام مرستيال دستګیري له فارغو شوو کسانو وغوښتل چې د خپلو حرفو له لارې دې ټولنې او کورنیو ته خدمت وکړي.

د فارغو شوو له ډلې د ساجدې په نوم یوې مېرمنې پژواک اژانس ته وویل، د خیاطۍ په برخه کې یې پوره ۶ میاشتې زده کړې کړي دي.

دا وايي، خاوند یې د ټول کور اړتیاوې نه شوې پوره کولای، د دې لپاره چې د هغه لاسنیوی وکړي، دغه هنر یې زده کړ او غواړي په خپل کور کې خیاطي وکړي او له دې لارې اولادونو ته نفقه پیدا کړي.

که څه هم حکومت او مرستندویه ټولنې د بېکارۍ د کمولو په برخه کې د کار کولو خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله بې ځايه شوي پنځوس سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

login or register a new account.

Related Topics