کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ٢٩ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کونړ، غزني، کندهار، اروزګان، زابل، فراه، بلخ، فاریاب، بدخشان، بغلان او هلمند ولایتونو کې مختلف عمليات او هوايي بريدونه کړي دي.
سرچينه کاږي، د دغو عملياتو او بريدونو په پايله کې ٢٩ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
خو وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP