ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې يو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

کاپیسا کې يو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

author avatar
21 May 2018 - 11:25
کاپیسا کې يو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی
author avatar
21 May 2018 - 11:25

محمودراقي (پژواک، ٣١ غويى ٩٧): ناپېژاندو وسله والو په کاپيسا ولايت کې يو قومي مشر او پخوانى جهادي قوماندان وژلى دى.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د پېشلمي پر مهال د ولايت د مرکز محمودراقي اړوند په اړوکي سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو په ياده سيمه کې قومي مشر محمد ابراهيم د تومانچې پر ډزو ويشتلى او وژلى یې دى.

دى وايي چې بريدګر له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي ميرويس پژواک ته وويل چې محمد ابراهيم د جمعيت اسلامي ګوند اړوند پخوانى جهادي قوماندان و.

د هغه په وينا، هغوى اوس کومه دنده نه لرله، د سيمې قومي مشر و او د خلکو د ستونزو په هواورلو کې يې مرستې کولې.

ميرويس وايي چې په دې وروستيو کې د ولايت په مرکز محمودراقي کې هم نا مسوول وسله وال ډېر شوي او نا امنۍ يې رامنځته کړې دي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.