جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۷): د نورستان ولايت د ښځو چارو رياست لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې او نږدې ۱۳ ميليونه افغانۍ به پرې ولګول شي.
د معلوماتو له مخې، ياد رياست اوس په يو کرايي کور کې خپلې چارې مخې ته وړي او مسوولين يې وايي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د نورستان ولایت د رسنيو له دفتره د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو چارې نن د والي حافظ عبدالقيوم او نورو مسوولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو پيل شوې.
خبرپاڼه کاږي، د ښځو چارو ریاست ودانۍ د کور او ښار جوړونې وزارت د ۱۲ اعشاريه ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
خبرپاڼه زياتوي، ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې ډيزاين شوې چې ۱۱ اداري او کاري خونې لري او د کار ټولې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم ويلي چې ښار جوړونې رياست به د دې ودانۍ د کارونو د روڼتيا او نورو برخو څارنه کوي.
دغه راز د ښځو چارو رييسې زاهدې فيضان د يادې ودانۍ جوړېدل د دوی د ستونزو د حل لپاره غوره ګام ياد کړ او زياته يې کړه چې دغه ودانۍ د دوی د کارونو د سمون لپاره اړينه اړتيا وه.
د خبرپاڼې له مخې، د کور او ښار جوړونې رييس انجینر سلیم الله ساپي وويل، د ښځو چارو ریاست ودانۍ په څلور بسوه او اوه دېرش متره مربع ساحه کې د ۴۴ متره په اوږدوالي او د ۱۷ متره په پراخوالي سره جوړېږي.
هغه ډاډ ورکړ چې د ودانۍ جوړېدو ټول کارونه به وخت پر وخت د دوی انجينران تعقيبوي او هېڅ ډول درغلۍ ته به څوک پرې نه ښودل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن