ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له لس کلن ځنډ وروسته د تګاب ٥٠ بستريز روغتون چارې پيل شوې

له لس کلن ځنډ وروسته د تګاب ٥٠ بستريز روغتون چارې پيل شوې

author avatar
28 May 2018 - 13:41
له لس کلن ځنډ وروسته د تګاب ٥٠ بستريز روغتون چارې پيل شوې
author avatar
28 May 2018 - 13:41

محمود راقي (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٧) له لس کلن ځنډ وروسته د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ٥٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې، چې ورسره به د خلکو روغتيايي ستونزې کمې شي.

د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې لس کاله پخوا ددغه روغتون جوړېدل منظور شوي وو، خو د امنيتي او نورو ستونزو له امله يې کارونه ځنډېدلي و.

د تګاب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجی غلام نبي پژواک اژانس ته وويل چې د تګاب د مرکز (بازار) پر ځمکو چې په کې روغتون جوړېده، ځېنو خلکو د شخصي ملکيت دعوه وکړه چې د ځېنو  زور واکو لاس هم په کې و.

هغه زياته کړه، دغه روغتون د فرانسويانو له خوا جوړېده، خو د ځمکې د ملکيت په سر د شخړو او جنجالونو له امله يې چارې وځنډېدې چې له کبله يې د تګاب خلکو خپل ناروغان او ټپيان د کاپيسا مرکزي روغتون، پنجشېر، کابل او د ننګرهار روغتونونو ته وړل .

د ميرويس په نوم د تګاب بازار يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په تګاب کې د جګړو له امله ټپيان ډېر وو، خو د روغتون نشتوالي له امله خلکو خپل ناروغان نورو ولايتونو وړل، چې ډېرى مهال يې په لاره کې ساه ورکوله.

د تګاب ولسوالۍ مرستيال محمد قسيم ساپي پژواک خبرى اژانس ته وويل چې ددې روغتون  جوړېدل د تګاب د خلکو لوی ارمان و.

د هغه په وينا، اوس چې يې چارې پيل شوې دي، د سيمې قومي مشران او اوسېدونکي يې ترې کلک ملاتړ کوي .

نوموړي پژواک ته وويل،د دې پروژې لګښت د فرانسې حکومت له خوا ورکړل شوی او اوسمهال د دوه بلاکونو د جوړېدو چارې  پېل شوې دي.

د روغتون د جوړولو د پروژې انجنير وحيد ساپي پژواک ته وويل چې چارې به يې په راتلونکو ١٨ مياشتو کې بشپړې شي.

هغه زياتوي : ((موږ  د دې روغتون لپاره په درې برخو کار پيل کړی چې يوه څانګه اداري ده، بله کلينيکي ده او درېيمه يې بستريزه برخه ده .))

د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکټر شعيب دانش وايي چې د فرانسې حکومت د کاپيسا روغتيايي برخې سره د يو نيم ميليون يورو مرسته کړې چې د تګاب روغتون جوړول هم په کې شامل دي.

هغه پژواک ته وويل، دا روغتون به د کاپيسا د سوېلي سيمو تګاب او اله سای خلکو ته   روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.