ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند نوى والي: په خپلو ټولو چارو کې به شفافيت ته لومړيتوب ورکړم

د هلمند نوى والي: په خپلو ټولو چارو کې به شفافيت ته لومړيتوب ورکړم

author avatar
3 Jun 2018 - 15:26
د هلمند نوى والي: په خپلو ټولو چارو کې به شفافيت ته لومړيتوب ورکړم
author avatar
3 Jun 2018 - 15:26

لښکرګاه (پژواک، ۱۳غبرګولی ۹۷): د هلمند نوى والي وايي چې په دغه ولايت کې به د سولې، بيارغونې، د پوهنې د ودې او په ټولو چارو کې شفافيت ته لومړيتوب ورکوي.

د هلمند نوی والي تورن جنرال محمد یاسین خان چې مخکې  يې هم په دغه ولایت کې د ملي امنیت د ريیس په توګه دنده تر سره کړې وه، نن د والي په توګه معرفي شو او په دې اړه جوړه شوې غونډه کې يې په ياد ولايت کې د اصلاحاتو راوستو په اړه ژمنې وکړې.

ده وويل: ((زه هلمند کې له ولسونو، سیمو او امنیتي وضعیت سره پوره بلدتیا لرم، ستونزې راته معلومې دي، چې له مسوولیت سپارلو سره به يې په عملي ډول د حل کولو لپاره لاس په کارم شم.))

ده زیاته کړه، لکه څنګه يې چې د امنیت ملي د ريیس په توګه خپل فعالیت خلکو ته څرګند دى، د والي په توګه به هم د خلکو رښتينی خدمت وکړي، د ولسونو پر مخ به يې د دفتر دوازه خلاصه وي، د امنیتي ارګانونو د همغږۍ لپاره به کار کوي، د سولې، بیارغونې، د پوهنې د ودې او په ټولو کارونو کې به روڼوالي ته لومړیتوب ورکوي.

د هغه په وينا، د شهیدانو د کورنيو، معلولينو، ښځو او ځوانانو حقوقو ته به ځانګړې پاملرنه کوي او کارونه به د خلکو په مشوره مخ ته وړي.

نوموړي دغه راز وويل چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو لپاره امنيت ډېر اړين دى او د همدې لپاره به امنيتي ارګانونه په سمه توګه مديريت کړي، څو شفاف او له لاسوهنې پرته ټاکنې وشي.

نوموړي له کانديدانو هم وغوښتل چې د درغليو لپاره دې هڅې نه کوي چې بيا به قانوني چلند ورسره وشي.

په یاده غونډه کې د سیمه يیزو ارګانونو د ادارې مالي او اداري مرستیال روح الله نیازي وویل، ولسمشر د هلمند وضعیت ته په کتو سره دا پرېکړه وکړه، چې محمد یاسین خان د والي په توګه ورته را ولېږي، ځکه دى له وړاندې دلته تجربه شوی او ښه شالید لري؛ هغه به وکولی شي چې له نورو ارګانونو سره يوځاى د دې ولايت ستونزې حل کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ نوي والي ته سپارښتنه کړې چې د قومونو تر منځ د یووالي او د ولسونو او دولت تر منځ د واټن کمېدو لپاره هلې ځلې وکړي، نوې پروژې جلب کړي او تر ډېره د معارف او روغتیا سکتور ته پاملرنه وکړي.))

د ولایتي شورا ريیس عطاء لله افغان بيا له نوي والي څخه غوښتنه وکړه چې قانون پلى کړي، د مخکينیو ستونزو مخه ونیسي، په ټولو چارو کې شفافیت او خلکو ته د حساب ورکولو لپاره زمينه برابره کړي.

د ده په خبره، په تېرو وختونو کې د ځايي چارواکو د بې غورۍ له امله د دې ولایت معارف په ډېر کمزوري حالت کې پاتې شوی، تر دې وروسته دې پوره پاملرنه ورته وشي او د زورواکو او مرکز کې د ځینو اشخاصو لاسونه دې ترې لنډ کړي.

بايد وويل شي چې تردې وړاندې حيات الله حيات د هلمند والي و، چې نوموړي اوس د ننګرهار د والي په توګه کار پيل کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.