Language

وسله والو کندهار ښار کې مشهور دیني عالم مولوي محمد حق خطیب وواژه

کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۷): د کندهار ښار مشهور دیني عالم او د موی مبارک جامع جومات خطیب مولوي عبدالحق اخندازاده د وسله والو په یوه غلچکي برید کې ووژل شو.

دغه پېښه نن د غبرګولي په ١٤مه د کندهار ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې د یاد شوي جومات مخې ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د موی مبارک جامع جومات خطیب مولوي محمد حق احندزاده نن ماسپښین د لمانځه له اداکولو وروسته خپل کور ته روان و چې وسله والو په ډزو وواژه.

هغه زیاته کړه، برید کوونکي تښتېدلي خو پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پيل کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې بريد مسوولیت نه دى منلى، خو په تېر کې دغسې بریدونه د وسله والو طالبانو له خوا شوي دي.

مولوي محمد حق احندزاده له تېرو دوو لسیزو راهیسې د کندهار ښار د موی جامع جومات امام او خطیب و او په دې وروستیو کې یې په ځینو ولسي ناستو او غونډو کې هم برخه اخیسته او ویناوې یې کولې.

نوموړی داسې مهال د وسله والو له خوا په نښه او وژل کېږي چې همدا نن د هېواد زرګونو دیني علماوو په کابل کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د روانې جګړې پر ضد فتوا ورکړه او حرامه یې وبلله.

login or register a new account.