Language

پوليس:پکتيا کې د ١١پاکستانيانو په ګډون ١٨ طالبان او ٣ پوليس وژل شوي

ګردېز (پژواک،١٨ غبرګولى ٩٧): د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د پاکستانيو وسله والو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان او درې سيمه ييز پولیس وژل شوي دي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ډاګ نومي سیمه کې د پولیسو پر يوه پوسته بريد وکړ.

د هغه په وينا، دغه بريدونه د دولتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، چې په ترڅ کې يې د ١١ پاکستانيانو په ګډون ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول.

ده وويل چې له يادو کسانو څخه د ۸ تنو مړي د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د دغه ولايت مرکز ګردېز ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي چې د بريد پر مهال درې سيمه ييز پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.