ګردېز(پژواک،٢٣غبرګولى٩٧): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د هغو کړنو او پېښو په اړه جدي دي او تر وسه به يې مخنيوی وکړي چې د حکومت له خوا شوی اوربند له ګواښ سره مخ کوي.
دغه څرګندونې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د غبرګولي په ٢٣مه په يوه خبري کنفرانس کې رسنيو ته وکړې.
کټوازي وويل چې ځينې وسله والې ډلې غواړي د باور د رامنځته شوې فضا د له منځه وړلو، د عامه ذهنيتونو د خرابولو او اوربند ته د ګواښ پېښولو په موخه د طالب په نوم تخريبي اعمال تر سره کړي، خو په خبره يې دوی حالات په دقت څاري.
نوموړی وايي: ((خارجي دښمنان به له دې اوربند څخه د طالب د بدنامولو، دولتي سرتېرو ته د تلفاتو رسولو او د ولس د اذهانو د خرابولو په خاطر عمليات وکړي، خو موږ ورته اماده يو. تاسو ته معلومه ده څو ورځې وړاندې چې په ځاځي اريوب کې خارجي ترهګرو حمله وکړه د هغوی د قوماندانانو په سطحه کسان په کې ووژل شول او جسدونه يې ځينې د کورمې ايجنسۍ او ځينې له نورو لارو بېرته پاکستان ته انتقال شول.))
کټوازی وايي چې امنيتي ځواکونه په بشپړ ډول په دفاعي حالت کې دي او که وسله وال مخالفين پرې بريد وکړي، له ځانه به کلکه دفاع کوي.
دى وايي چې د خارجي وسله والو ډلو پر وړاندې به اقدامات او نظامي عمليات روان وساتي.
نوموړی له خلکو وغوښتل چې د سولې او ټولنيز ثبات د ټينګښت لپاره په خپلو سيمو کې امن ته کار وکړي او وسله وال طالبان دې ته قانع کړي چې له جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو له لارې تعقيب کړي.
دی وايي: ((ولس بايد خپل مسوولیت ادا کړي، د خپل نظام، خپل دولت او خپل سيسټم ملاتړ دې وکړي او د خپل هېواد له ګټو دې ملاتړ او دفاع وکړي؛ د دې اوربند له ورځو په ګټه اخيستو دې په وسله والو فشار راوړي او هغوی ته دې قناعت ورکړي چې د ولس او هېواد د ګټو له مخالفت څخه لاس واخلي.))
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د دوه اړخيز اوربند د پيل په ورځو کې ځير واوسي چې مغرضې ډلې يا کسان د دولت يا امنيتي ځواکونو په نوم د خپلسرو کړنو له امله شوي اوربند ته زيان ونه رسوي.
ځاځی د دوه اړخيز اوربند د غځولو غوښتنه کوي او وايي چې دا د مخامخ خبرو غوره فرصت دی او طالبان بايد له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره خپل استازي وټاکي او خبرې پيل کړي.
نوموړي وويل: ((هغه کړۍ چې د افغانستان د ګټو خلاف کار کوي، هغوی ارامي نه غواړي او غواړي چې د دولت او طالبانو له خوا د باور رامنځته شوې فضا د خرابولو لپاره څه موضوع او پېښه رامنځته کړي.))
د يادنې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ حکومت د روژې له ٢٧مې د اتو ورځو لپاره او بيا وروسته طالبانو د اختر د درېيو ورځو لپاره په هېواد کې اوربند اعلان کړ.
login or register a new account.