کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس د اوبو ډنډ ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د ګیرو ولسوالۍ په پناه کلي کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې یاد کس ۲۴ کاله عمر درلود، د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی و او په دې ولسوالۍ کې د کرنې په کارونو بوخت و.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.