هرات (پژواک، ۲۹غبرګولی ۹۷): د شپې پرمهال د هرات ولایت په ځینو ولسوالیوکې د مخابراتي شبکوفعالیت بندېدل، د دې ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات ولایت اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې، د شپې له ۷ یا ۸ بجوڅخه د سهار تر ۶ بجو پورې د مخابراتي شبکو فعالیت بندیږي.
شینډنډ، زیرکوه، پشت کوه، زاول، کوه زور، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبه، کرخ او کشک کهنه هغه ولسوالۍ دي چې اوسېدونکي يې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیت بندېدو په اړه اندېښمن دي.
د شینډنډ ولسوالۍ هیټوال عبدالحمید، پژواک خبري اژانس ته وویل: (( زموږ په ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسې د مخابراتي شبکو انتنونه پرې دي،زموږ شاوخوا ولسوالۍ چې پخوا د شینډنډ اړوند وې لکه: زیرکوه، پشت کوه، زاول کې سل په سلو کې پرې دي، ځکه هلته ټول طالبان دي او د شپې له خوا ټولې شبکې غیرې فعالې دي.))
د شینډنډ ولسوالۍ بل اوسېدونکي شریف احمد پژواک ته وویل چې دا ستونزه له کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې شته او تراوسه ورته هیڅ د حل لار نه ده موندل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالیت د شپې له خوا د سهار تر شپږو بجو بندېږي چې دې چارې خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي جاوېدعزیزهم په خپله ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د فعالیت له بندېدوڅخه شکایت کوي او وايي: (( ډېری شپې له ۱۰ بجو د سهار تر ۶ بجو زموږ ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو انتنونه غیرفعال وي، نه پوهېږو چې ولې؟ خو موږ یې له ستونزو سره مخ کړي یوو.))
د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محبوب هاشمي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته دې په جدي ډول لاسرسی وشي.
په ورته وخت کې هرات کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي ریاست چارواکي وايي چې یو شمېرمخابراتي شرکتونه د طالبانو دګواښونوله امله، د شبکو انتنونه د شپې پرمهال غیرفعالوي.
د هرات د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجي ریاست سرپرست عزیزالرحمن، پژواک ته وویل چې دا مهال په هرات کې د مخابراتي شرکتونو ۵۰۰ انتنونه او ټاورنه موجود دي چې ځینې دا انتنونه او ټاورونه د امنیتي ګواښونو له امله د شپې پرمهال پښتون زرغون، اوبه، کرخ، شینډنډ،ادرسکن او کشک کهنه ولسوالیو کې بندېږي.
په هرات کې د مخابراتو ریاست د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې ((اترا)) دفتر مشر زمري همدرد، اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په یو شمېر ولسوالیوکې، طالبان د شرکتونو له مالکینو باج غواړي او که له باج ورکولو سرغړونه وکړي، انتنونه یې له منځه وړل کېږي.
د نوموړي په وینا، له بل پلوه ښايي طالبان په یادو ولسوالیو کې ځینې عملیات ترسره کړي، نوځکه نه غواړي چې مخابراتي شبکې فعالې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن