هرات (پژواک، ۲۹غبرګولی ۹۷): د شپې پرمهال د هرات ولایت په ځینو ولسوالیوکې د مخابراتي شبکوفعالیت بندېدل، د دې ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات ولایت اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې، د شپې له ۷ یا ۸ بجوڅخه د سهار تر ۶ بجو پورې د مخابراتي شبکو فعالیت بندیږي.
شینډنډ، زیرکوه، پشت کوه، زاول، کوه زور، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبه، کرخ او کشک کهنه هغه ولسوالۍ دي چې اوسېدونکي يې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیت بندېدو په اړه اندېښمن دي.
د شینډنډ ولسوالۍ هیټوال عبدالحمید، پژواک خبري اژانس ته وویل: (( زموږ په ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسې د مخابراتي شبکو انتنونه پرې دي،زموږ شاوخوا ولسوالۍ چې پخوا د شینډنډ اړوند وې لکه: زیرکوه، پشت کوه، زاول کې سل په سلو کې پرې دي، ځکه هلته ټول طالبان دي او د شپې له خوا ټولې شبکې غیرې فعالې دي.))
د شینډنډ ولسوالۍ بل اوسېدونکي شریف احمد پژواک ته وویل چې دا ستونزه له کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې شته او تراوسه ورته هیڅ د حل لار نه ده موندل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالیت د شپې له خوا د سهار تر شپږو بجو بندېږي چې دې چارې خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي جاوېدعزیزهم په خپله ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د فعالیت له بندېدوڅخه شکایت کوي او وايي: (( ډېری شپې له ۱۰ بجو د سهار تر ۶ بجو زموږ ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو انتنونه غیرفعال وي، نه پوهېږو چې ولې؟ خو موږ یې له ستونزو سره مخ کړي یوو.))
د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محبوب هاشمي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته دې په جدي ډول لاسرسی وشي.
په ورته وخت کې هرات کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي ریاست چارواکي وايي چې یو شمېرمخابراتي شرکتونه د طالبانو دګواښونوله امله، د شبکو انتنونه د شپې پرمهال غیرفعالوي.
د هرات د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجي ریاست سرپرست عزیزالرحمن، پژواک ته وویل چې دا مهال په هرات کې د مخابراتي شرکتونو ۵۰۰ انتنونه او ټاورنه موجود دي چې ځینې دا انتنونه او ټاورونه د امنیتي ګواښونو له امله د شپې پرمهال پښتون زرغون، اوبه، کرخ، شینډنډ،ادرسکن او کشک کهنه ولسوالیو کې بندېږي.
په هرات کې د مخابراتو ریاست د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې ((اترا)) دفتر مشر زمري همدرد، اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په یو شمېر ولسوالیوکې، طالبان د شرکتونو له مالکینو باج غواړي او که له باج ورکولو سرغړونه وکړي، انتنونه یې له منځه وړل کېږي.
د نوموړي په وینا، له بل پلوه ښايي طالبان په یادو ولسوالیو کې ځینې عملیات ترسره کړي، نوځکه نه غواړي چې مخابراتي شبکې فعالې وي.
د ((اترا)) دفتر مسوول زیاته کړه چې په څو ځله یې د مخابراتي شرکتونو پر وړاندې د طالبانو او وسله والو کسانو ګواښونه د هرات له پولیسو سره شریک کړي دي؛ خو یادې امنیتي ادارې ورته لاسرسی نه دی کړی.
هغه زیاته کړه چې ۱۳۹۰ لمریز کال کې د مخابراتو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ تړون لاسلیک شوچې پر اساس یې امنیتي ځواکونه د مخابراتي انتنونو د امنیت ټینګښت مسوولیت پرغاړه لري خو امنیتي ځواکونه په دې برخه کې لازمه همکاري نه کوي.
خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده، پژواک ته وویل چې د مخابراتي شبکو د انتنونو د امنیت خوندي کول د عامه نظم پولیسو دنده ده او ملي پولیس په دې برخه کې هیڅ مکلفیت نه لري.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د هرات د عامه نظم پولیسو نظر واخلي، خو بریالى نه شو.
خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې د مخابراتي شبکو دانتنونو پر وړاندې امنیتي ګواښونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې په ځنځیري ډول د امنیتي ګواښونود شتون زېږنده ده.
هغه زیاته کړه چې په هرحال دې ولایت کې امنیتي ادارې چمتو دي څو د مخابراتي شبکو پر وړاندې د هر ډول ګواښ مخنیوی وکړي.
سربېره له دې، څه چې په هرات کې د اترا اداري مسوولین وايي له تېرو دوه کلونو راهیسې په هرات کې د مخابراتي شبکو نږدې ۷۰ انتنونه له ګواښ سره مخ دي چې له دې جملې څخه ۱۳ انتنونه سوځېدلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










