ګردېز (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٧) : د پکتيا د کډوالو چارو رياست کارکوونکو کاري اعتصاب کړی او وايي چې تر هغه دندو ته نه حاضريږي، څو يې ادارې ته رسمي رييس نه وي ور معرفي شوی.
دوی وايي، اداره يې له ډېرې مودې رسمي رييس نه لري او له سرپرستانو ځکه په تنګ شوي چې لازم کار او اجراات نه شي کولی.
د دوی په استازيتوب د دې رياست يو تن مدير نقيب الله د غبرګولي په ٣١ مه، پژواک اژانس ته وويل چې پکتيا د هېواد په کچه يو د ډېرو کډوالو لرونکی ولايت دی او د داخلي بې ځايه شويو په ګډون هر کال زرګونه کسان مرستو ته اړتيا لري، خو د دوی د رياست له خوا په تېرو شپږو مياشتو کې يواځې له دوولس کسانو سره مرسته شوې ده.
هغه زياته کړه، سرپرستان لازم کاري صلاحيت او د مرستو جذبولو کفايت نه لري، نو ځکه دوی اړ شوي چې د دې ولايت کډوالو او بې ځايه شوو ته د مسوولو کسانو په توګه خپل غږ پورته کړي.
نقيب الله وويل چې په خپله اداره کې يې وړ او په کار پوه کسان شته او له مسوولينو غواړي چې له ډلې يې يو کس د رييس په توګه وټاکي؛ ځکه په خبره يې د دې سيمې په ستونزو او اړتياوو پوهيږي او خلکو ته په وخت لاسرسی کولی شي.
دوی وايي، که غوښتنه يې ونه منل شي، نوي راتلونکي سرپرست ته به رياست ته د ورتګ اجازه ورنه کړي.
ده زياته کړه:((خلک ټول په موږ نيوکې کوي، د کډوالو رياست سرپرستان د بې کيفايتۍ له مخې نه سم کار کولی شي او نه مرستې راجلبولی شي؛ ځکه چې معلوم نه وي چې نن به بدليږي او که سبا، مشکلات ورځ په ورځ زياتيږي.))
د هغه په وينا، د کډوالو چارو رياست ټولو کارمندانو کاري اعتصاب کړی او تر هغه به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي، څو چې رسمي رييس نه وي رامعرفي شوی.))
کډوال هم له اړوند رياست څخه شکايت کوي او وايي چې دې ادارې ته له بيا، بيا مراجعې سربېره هم ور سره مرسته نده شوې.
يو تن کډوال ګل بهار وويل:((څوارلس کاله کيږي چې زموږ کډوالو ښارګوټی جوړ شوی، خو هېڅ خدمت نه ورته کيږي، زموږ ډېر ضرورتونه دي، سړک نه راته جوړيږي، کلينيک نه راته جوړيږي؛ دلته يو رييس راشي، دوه مياشتې وروسته بيا بدل شي، بايد داسې يو رييس راشي چې زموږ له ستونزو خبر شي.))
يو بل کډوال يار خان هم ورته شکايت لري او وايي چې په دې رياست کې د فساد له امله په کډوالو ښارګوټي کې د ځينو خلکو نومرې د جعلي اسناد په جوړولو بل چا ته ورکول کيږي.
ده زياته کړه :((ښارګوټى چې وګورې وبه وايي چې دا د موسليانو شهرک دی. په دې اداره کې داسې خلک شته چې مثلا زما نومره ده، بل نمبر رااخلي زما په نومره يې لګوي، ټولې نومرې يې رد او بدل کړې دي.))
login or register a new account.