زرنج (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۷): د نيمروز ځايي چارواکو ويلي چې د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه بريد کې لږ تر لږه اووه پوليس وژل شوي او يوبل ټپي دی.
د نيمروز يوه ځايي سرچينه د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د چخانسور ولسوالۍ دنو په سيمه کې طالبانو داسې مهال پر امنيتي پوسته بريد کړی چې امنيتي سرتېري په خوب ويده وو.
سرچينه وايي چې په دې پېښه کې اووه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.
سرچينه دې ته په اشاره چې د پوستې په داخل او يا بهر ځينو کسانو له وسله والو طالبانو سره مرسته کړې زياته کړه: (( ګومان کېږي چې يا د پوستې له داخل څخه کسانو له طالبانو سره اړيکه نيولې او يا يې په خوراک کې مصموم کوونکي مواد ګډ شوي، ځکه ياد پوليس د خوب په حالت کې وژل شوي دي.))
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن