لومړى تعقيب - کندهار ښار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه، ٩٧): وسله والو طالبانو په کندهار ولايت کې د سړک جوړولو يوه شرکت ٤٣ تنه تخنيکي او امنيتي کارکوونکي تښتولي دي.
د کندهار د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک خپري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يوه نيمه بجه وسله والو طالبانو له سپين بولدک ولسوالی څخه شورابک ولسوالۍ ته دغځيدلي سړک جوړولو پر شرکت بريد کړى و.
هغه زياته کړه، چې ددې بريد پر مهال د شرکت ٢٠ تنه امنيتي ساتونکي له کوم مقاومت پرته تسليم شوي ، چې طالبانو له ٢٣ تنو نورو تخنيکي کسانو سره له ځانه سره وړي دي.
د احمدي په وينا، ددې بريد د مخنيوي لپاره دولتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي وو، چې له وسله والو طالبانو سره يې تر سهاره پورې جګړه کړې ده.
د والي وياند وايي، چې په دې نښته کې څلور سرتېري وژل شوي او يو تن يې ټپي ، خو د شرکت کسانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه يې معلومات نه درلودل.
په شورابک ولسوالۍ کې د فريد دهقان په نامه دسړک جوړونې شرکت مسوول حاجي غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له سپين بولدک څخه تر شورابک ولسوالۍ پورې چې دډيورنډ پر کرښې پرته ده، د ٩٠ کيلو متره سړک قرارداد اخيستى دى.
هغه زياته کړه : (( طالبانو څو ځلې ا علان وکړ، چې ټول ګټو پروژو پورې کار نه لرو، ځکه موږ ددغه سړک جوړولو ته زړه ښه کړ.))
دى وايي، چې دوى د سړک د امنيت لپاره هم ډېر تدابير نه درلود، او تېره شپه تر ٣٠٠ پورې وسله وال راغلل او پر دوى يې بريدونه وکړل.
د حاجي غوث الدين وايي، چې وسلو الو ددوى ٤٣ ملکي کارکوونکي وړي دي، چې ټول د سړک ټيټ پوړې کسان دي او نور کسان چې د اختر رخصتيو ته تللي تر اوسه نه دي راغلي.
د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو ددوى ١٥ عرادې وسايط هم سوځولي او دوه ميليونه ډالره زيان يې ورته اړولى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.