کابل (پژواک،۳چنګاښ۹۷): د برېښنا شرکت په پنځو ولایتونو کې د پوروړو د برېښنا د مزي د پرې کېدو خبر ورکوي او وايي، هغه کسان چې له پنځو ميلیونو څخه ډېر پور ورباندې دی، درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې ته له ور پېژندلو سره هممهاله له هېواده له وتلو څخه منعه اعلانېږي.
د شرکت مسوولين زياتوي، هغه کسان چې له پنځو ميلیونو افغانیو کم پوروړي دي، د برېښنا د مزي له پرې کېدو سربېره څارنوالۍ ته ور پېژندل کېږي او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د هغو نوماندانو نومونه دې له لېست څخه لرې کړي، کوم چې د دې شرکت پوروړي دي.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، یواځې په کابل کې دولتي ادارې، موسسې او زورواکي د برېښنا د لګښت بيل د نه ورکولو له امله نه نيم ميلیارد افغانۍ پوروړي دي.
نوموړي زیاته کړه، په ولایاتو کې د پورونو راټولول پيل شوي او تر دوه اونیو به د ټولو پوروړو نوملړ اعلان شي.
د هغه په خبره، د ماليې وزرات ژمنه کړې چې د روان مالي کال تر دویمې ربعې به د دولتي ادارو ۵۰ سلنه پورونه او پاتې نور به د مالي کال تر پایه ورکړي.
د برېښنا شرکت وياند وويل، په راتلونکو کلونو کې به د برېښنا د لګښت پيسې د هرې ادارې په بودیجه کې وضعه او د برېښنا شرکت په عوایدو کې به شاملې شي.
هغه زیاته کړه، یو ميلیارد افغانۍ د استوګنې د هغه کورونو د برېښنا د بيل له وجې پوروړي دي چې د ښاري پلان او نورو لاملونو په اساس ړنګ شوي او څښتنان یې هم معلوم نه دي.
خو هغه وویل، کابو څلور ميليارد افغانۍ د زورواکو او نورو کسانو د برېښنا د بيل له وجې پوروړي دي چې د برېښنا د مزي د پرې کېدو پروسه یې په کابل، پروان، کاپیسا، بامیانو او دایکنډي ولایتونو کې پيل شوې ده.
د ده په وينا، د برېښنا شرکت د پرېکړې له مخې، هغه کسان چې له پنځو ميلیونو افغانیو ډېر پوروړي دي، د برېښنا د مزي پر پرې کېدو سربېره به د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې ته ور پېژندل کېږي او د لويې څارنوالي له لوري به ممنوع الخروج اعلان شي.
نوموړي وويل، هغه پېرېدونکي چې د برېښنا شرکت له پنځو ميلیونو افغانیو کم پوروړي وي، د مزي پر پرې کېدو سربېره به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
توحيدي وايي، د شرکت د پرېکړې په اساس د ټولو پوروړو نوملړ به د ټاکنو کمېسیون ته ورکړل شي، ترڅو د برېښنا شرکت هغه پوروړي چې ځانونه یې نوماند کړي، د نوماندانو له وروستي لېست څخه لرې کړي.
د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د تلې د میاشتې په ۲۸مه تر سره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن