ګردېز(پژواک،٣چنګاښ٩٧): د پکتيا د استېناف محکمې نوي رييس وايي چې قانون او عدالت پلى کوي او ترڅنګ يې هيڅ ډول فشار ته نه تسليمېږي.
د پکتيا د سيمه ييزو چارواکو له لوري عطاءالله فکري د دې ولايت د استېناف محکمې د رييس په توګه معرفي شو.
د معرفت په دې غونډه کې د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي عدلي او قضايي ارګان د دولت اساسي رکن ياد کړ او ويې ويل چې د ټولنيز امنيت او ثبات د ساتنې لپاره د دې ارګان سالم فعاليت ډېر مهم دی.
سهي وايي چې د هېواد په قضايه برخه کې زياتو اصلاحاتو ته اړتيا ده او د پکتيا د استېناف محکمې له نوي ټاکل شوي رييس څخه يې وغوښتل چې حقدار ته د حق په رسولو کې پوره هڅه وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((عدالت د ټولنې د بقا ستن ده، د عدالت په شتون کې بدبختۍ نه پاتې کيږي او يوه سالمه ټولنه ايجاديږي؛ له بده مرغه چې اوږدو جګړو د نورو برخو په شان زموږ دا برخه هم ډېره ځپلې ده.))
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي هم وويل چې ډېرو خلکو ورته په ياد برخه کې د چارو د ځنډېډو او فساد شکايتونه کړي، خو هيله من دی چې په قضايي ادارو کې اصلاحات رامنځته شي.
ځاځی وايي: (( قضايه ارګان ډېر مهم دی، که هر څوک پوه شي چې عدالت ورسره کيږي، حق يې نه خوړل کيږي، د ظالم لاس ورڅخه لنډيږي او مصئونيت ولري، نو ټولنه به مو ډېره نېکمرغه شي.))
همدارنګه مدني فعال عبدالله جمال وايي چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې لا هم ګڼې ستونزې شته او په کار ده چې د سمون لپاره يې لازم او جدي اقدامات تر سره شي.
جمال وویل: ((که زموږ قضا برخه سمه وه، پوه شه چې مشکلات مو له نيمايي زيات حل شول؛ داسې ډېر خلک شته چې ور سره د ظلم او حق خوړلو له امله د دولت خلاف درېدلي دي.))
د غونډې په پاى کې د پکتيا د استېناف محکمې نوى رييس قضاوتيار عطاءالله فکري عدالت د ټولنې د سمون اساسي پديده يادوي او وايي انصاف او د قانون تطبيق يې لومړيتوب دی او په دې برخه کې به فساد، زور او بل هېڅ ډول فشار ته نه تسليميږي.
فکري محاکمو کې د خلکو د حقوقي قضيو د ځنډېدو لوی علت د قضيې ښکېلې غاړې بولي، چې په خبره يې ډېری مهال په خپل وخت نه حاضريږي، د لومړۍ يا دويمې محکمې د پرېکړې د تجديد لپاره شکايت کوي او د شاهدانو حاضرولو او نورو برخو کې زيات وخت تېروي.
نوموړی وسله والو مخالفينو ته د خلکو له خوا د قضيو د راجع کولو عوامل د هغوی په نفوذي سيمو کې د طالبانو وېره او پېژندګلوي يادوي، چې د شناخت له مخې د يوې خوا په ګټه پرېکړه وشي.
login or register a new account.