Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار ښار (پژواک، ٣  چنګاښ ٩٧) : د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو د هاوان مرمۍ د یوه کور څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني د چنګاښ په ٣مه، پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال وسله والو طالبانو ارغستان کې د سرحدي پولیسو پر يوه امنیتي پوسته د هاوان مرمۍ توغولې دي چې یوه مرمۍ د عامو وګړو په یوه کور کې لګېدلې ده.

هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې يوه ښځه او یو نارینه  وژل شوي  او دوه ښځې ټپيانې شوې دي.

دی وایي، په دې برید کې سرحدي پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه ته څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.