مزار شريف( پژواک، ۷ چنګاښ ۹۷): بلخ کې امنيتي چارواکي وايي چې د مزار شريف ښار د وروستيو مرموزو وژنو او غلاوو عاملين يې نيولي دي.
د معلوماتو له مخې، د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې مزار شريف کې لس کسان په مرموز ډول وژل شوي، چې ښاريان ورسره ډېر اندېښمن دي.
اوس امنيتي چارواکي وايي چې مزار شريف کې د موجوده خپلسريو د مخنيوي لپاره يې هڅې زياتې کړې دي.
د بلخ امنيه قوماندان اکرم سامع نن (چنګاښ ۷) په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د مزار شريف ښار د وروستيو مرموزو وژنو او غلاوو عاملين يې نيولي دي.
نوموړي زياته کړه چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په مزار شريف کې د خپلسرو وسله والو او جنايتکارانو پر ضد پيل شويو عملياتو کې، ۴ قاتلين نيول شوي او ۳ تنه هم وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې ۶ حرفوي غله او لسګونه ميله ناقانونه وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
سامع د خپلو خبرو په دوام کې وويل: (( نيول شوي قاتلين او غله، ټول هغه کسان دي چې د مزار په وروستيو پېښو کې يې لاس درلود او په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی.))
د بلخ امنيه قوماندان همدا راز وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې د لسګونه تورو ښيښو والا موټرو ښيښې يې سپېنې کړي او ۲۲۰ عرادې بې پلېټه موټرسايکلونه يې هم نيولي دي.
نوموړي زياته کړه چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې دوه عرادې غلا شوي موټر هم بېرته نيول شوي او اصلي خاوندانو ته يې سپارل شوي دي.
login or register a new account.