منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي: د مزار ښار د وروستيو مرموزو وژنو او غلاوو عاملين نيول شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

مزار شريف( پژواک، ۷ چنګاښ ۹۷): بلخ کې امنيتي چارواکي وايي چې د مزار شريف ښار د وروستيو مرموزو وژنو او غلاوو عاملين يې نيولي دي.

د معلوماتو له مخې، د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې مزار شريف کې لس کسان په مرموز ډول وژل شوي، چې ښاريان ورسره ډېر اندېښمن دي.

اوس امنيتي چارواکي وايي چې مزار شريف کې د موجوده خپلسريو د مخنيوي لپاره يې هڅې زياتې کړې دي.

د بلخ امنيه قوماندان اکرم سامع نن (چنګاښ ۷) په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د مزار شريف ښار د وروستيو مرموزو وژنو او غلاوو عاملين يې نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په مزار شريف کې د خپلسرو وسله والو او جنايتکارانو پر ضد پيل شويو عملياتو کې، ۴ قاتلين  نيول شوي او ۳ تنه هم وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې ۶ حرفوي غله او لسګونه ميله ناقانونه وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

سامع د خپلو خبرو په دوام کې وويل: (( نيول شوي قاتلين او غله، ټول هغه کسان دي چې د مزار په وروستيو پېښو کې يې لاس درلود او په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی.))

د بلخ امنيه قوماندان همدا راز وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې د لسګونه تورو ښيښو والا موټرو ښيښې يې سپېنې کړي او ۲۲۰ عرادې بې پلېټه موټرسايکلونه يې هم نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې دوه عرادې غلا شوي موټر هم بېرته نيول شوي او اصلي خاوندانو ته يې سپارل شوي دي.

له دې وړاندې د بلخ د ولايتي شورا يو شمېر غړو ادعا کړې وه چې پولس په مزار شريف کې د ناقانونه وسله والو د مخنيوي توان  نه لري.

خو د بلخ امنيه قوماندان وايي چې مزار شريف کې هېڅ داسې ځواک نشته چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې ودرېږي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( د ولايت امنيتي مسوولينو  فيصله کړې، چې له دې وروسته به هر هغه نا مسوول وسله وال باندې ډز کوو او پر مرمۍ به يې ولو، چې د پوليسو له امر څخه سرغړونه کوي او يا د خپلې ناقانونه وسلې له سپارلو انکار وکړي.))

د بلخ امنيه قوماندانۍ په غونډه کې هغه دوه موټر يې هم خاوندانو ته وسپارل شول، چې له غلو څخه نيول شوي وو.

د کابل يو اوسېدونکی محمدحسين وايي چې د تېرې جمعې په شپه يې کرولا ډوله موټر غلو تښتولی وو.

هغه پژواک ته وويل: (( د تېرې جمعې په شپه مې موټر د کابل د بره کي سيمې له بلاکونو څخه غلا شو، دوه ورځې وروسته خبر شوم، چې موټر مې مزار ته راوړل شوی، دلته راغلم او د بلخ پوليسو مې د موټر پيدا کېدو کې راسره مرسته وکړه.))

له دې سره د مزار شريف اوسېدونکي هم په وروستيو څو ورځو کې د پوليسو اقداماتو ته هيله مند دي؛ خو غوښتنه کوي چې دغه هڅې بايد تر هغه دوام وکړي چې ښار کې خپلسرۍ پای ته نه وي رسېدلې.

د ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکي ګل محمدپژواک ته وويل چې مزار ښاريان د جنايي پېښو له زياتوالي څخه نور پوزې ته راغلي وو.

نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونه بايد په دوامدره ډول د ښار امنيت ته پاملرنه وکړي.

هغه وويل: (( ښار کې په شخصي جامو کې د وسله والو ګرځېدل، وژنې، غلاوې او نورې پېښې بېخي زياتې شوې دي چې د مخنيوي  لپاره يې هم جدي اقداماتو ته اړتياده .))  

د بلخ امنيه قوماندان د ښار امنيت د ټينګښت برخه کې د عامو خلکو مرسته هم ګټوره بولي او له مزار ښاريانو غواړي چې دې برخه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه