فراه، چاريکار(پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧): په فراه کې د امنيه قوماندانۍ امام او د ملي اردو يو افسر ترور شوي او په پروان کې يو ځوان ځان وژنه کړې ده.
د فراه د والي وياند ناصري مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو تېره ورځ ماښام مهال د فراه د امنيې قوماندانۍ ملا امام عبدالحميد د فراه ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د يو پارک مخې ته په ډزو وژلى دى.
دغه راز د ده په وينا، ناپېژانده وسله والو تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه فراه کې د ملي اردو د لوا د انتقالاتو امر تورن عبدالعلي هم د فراه ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د خپل کور مخې ته پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي، چې بريدګر تښتېدلي او د دغو بريدونو په تړاو څوک نه دي نيول شي.
وسله والو طالبانو ويلي چې عبدالعلي د دوى کسانو وژلى دى، خو پر ملا عبدالحميد د بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د نويد په نوم ٢٢ کلن ځوان د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په عشق اباد سيمه کې په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده.
د جبل السراج ولسوال عبدالشکور قدوسي، پژواک ته وويل چې دغه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته، تېره شپه د خپل کور په يوه خونه کې ځان غرغره کړى دى.
دى وايي، چې د نويد د کورنۍ غړي نن سهار خبر شوي چې نويد ځان وژنه کړې ده.
هغه وويل چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن