جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د داعش ډلې يو مهم قوماندان وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۶مه پژواک ته وويل چې پرون ناوخته د خوږياڼو ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په يو بې پيلوټه بريد کې د سبا ګل په نوم د داعش ډلې يو مهم قوماندان وژل شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ډاکتر سبا ګل چې د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، په چپرهار او هسکې مېنې ولسواليو او مرکز جلال اباد ښار کې د انسان وژنې، ماین جوړونې او بمي چاودنو ترسره کولو او ګڼ شمېر نورو ترهګريزو پېښو او فعالیتونو کې لاس درلود.
دی زياتوی، نوموړی له ډېر وخت څخه د افغان او بهرنيو ځواکونو تر تعقيب لاندې و او پرون يې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د برید موخه وګرځاوه.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن