ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونه افغان بندیان له ایران او تاجکستانه هېواد ته رالېږدول کېږي

19 Jul 2018 - 19:37
19 Jul 2018 - 19:37

کابل (پژواک،۲۸چنګاښ ۹۷): لويې څارنوالۍ،له ایران اوتاجکستان څخه هېواد ته د سلګونوافغان بندیانو د لېږد خبر ورکړ.

د افغانستان لويې څارنوالۍ دسلب ازادۍ پرمحلاتو د څار ادارې مشرعزیزاحمد سرباز، پژواک خبری اژانس ته وویل چې دا مهال کابوڅلور زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې څه ناڅه د زرو تنوهویت یې تثبیت شوی او ټاکل شوې چې ډېر ژر هېواد ته راولېږدول شي.

نوموړي د دې مطلب په څرګندولوسره چې تر دوو راتلونکو میاشتو به ۱۳۰ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته انتقال شي، زیاته کړه چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد بهیر په داوطلب ډول ترسره کېږي.

سرباز وویل: (( دا بندیان د افغانستان د بهرنیوچارو، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ د ګډې توظیف شوې کمېټې له لوري، له ګاونډیو هېوادونوڅخه افغانستان ته رالېږدول کېږي، د دولتونو د محاکمو پربنسټ د هغوی حکم نهایي دی او بلې محکمې ته نه وړاندې کېږي.))

همدارازهغه زیاته کړه ، افغان زندانیان چې له ګاونډیو هېوادونو څخه انتقالېږي  د بند پاتې موده به افغانستان کې تېروي او د نورو بندیانو په څېر به له ټولو حقونوڅخه برخمن وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې هوکړه لیک په ۱۳۸۶کال کې لاسلیک شو، د راپورونو له مخې، لسګونه زندانیان په ایران کې اعدام شوي او لسګونه نور د اعدام حکم تطبیق ته سترګې په لار دي.

همدا ډول د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د بندیانو تبادلې هوکړه لیک هم په ۱۳۸۶کال کې لاسلیک شو چې پربنسټ یې تراوسه ۵۸۰ افغان بندیان له تاجکستان څخه افغانستان ته را استول شوي دي.

عزیزاحمد سرباز د خپلو خبرو په دوام له افغانانوڅخه چې بهرنیوهېوادونوکې بندیان دي غوښتنه وکړه چې خپله او یا د کورنۍ په مرسته دې د افغانستان سفارت ته اطلاع ورکړي، څو اړوندې ادارې د هغوی د خوشې کولو او یا افغانستان ته د انتقال په برخه کې اقدام وکړي.

هغه وویل : (( کله چې د دې بندیانو رسمي پړاونه ترسره شي او څارنوالۍ ته د هغوی اسناد ورسېږي، موږ به اقدام وکړو، کوم هېوادوال مو چې په بهر هېواد کې بنديان دي په دې شرط چې افغانستان هلته سفارت ولري، د افغانستان سفارت ته دې مراجعه وکړي او که کورنۍ او یا خپلوان یې په افغانستان کې وي، لويې څارنوالۍ ته دې خبر ورکړي، غوښتنلیکونه یې منل کېږي او د ستونزو د حل لپاره یې ګام اخیستل کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version