ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او بغلان کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند او بغلان کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 Jul 2018 - 13:46
هلمند او بغلان کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 Jul 2018 - 13:46

پلخمري- لښکرګاه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٧): په بغلان او هلمند کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د نهرین ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل میراقا د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ بريد وکړ.

ده وويل، دې جګړې څلور ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې یې شپږ طالبان، يو پوليس او يوه ښځه وژل شوي او ١١ طالبان او اته امنتيي سرتېري ټپيان شوي دي.

قوماندان د ښځې د وژل کېدو علت پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدل وبلل او دا یې هم وویل چې د درنو وسلو کارونې له امله یو دوکان او یوه امنیتي پوسته هم سوځېدلي دي.

د نهرین ولسوالۍ د کلیوالي چارو مدیر حاجي محمد هم پژواک وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.

نوموړي وويل چې په دې جګړه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم د امنيتي د ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې تېره شپه د لښکرګاه ښار د اتمې حوزې اړوند سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د طالبانو د يوه قوماندان ملا صداقت په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي چې په سنګين او ګرشک ولسواليو کې د بريدونو پر مهال پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.