ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا په تګاب کې د هوايي برید له امله څلور طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

د کاپیسا په تګاب کې د هوايي برید له امله څلور طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
28 Jul 2018 - 11:33
د کاپیسا په تګاب کې د هوايي برید له امله څلور طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
28 Jul 2018 - 11:33

محمودراقي (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هوايي ځواکونو تېره شپه د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان پر کور چې غونډه په کې روانه وه، بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې له وسله والو سره په یاده غونډه کې دوه ملکي وګړي هم وو چې په دغه برید کې له څلورو وسله والو طالبانو سره یو ځای وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا چې هوايي ځواکونه اوس وخت ناوخت په تګاب کې د وسله والو مخالفینو پر مهمو ځایونو بمبار کوي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ایمل پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې وسله والو او ملکي وګړو دواړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د خوست ولايت اوسېدونکي وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د تګاب په هوايي بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، تېره اوونۍ په ياده ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.