کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د ټولو قراردادونو د ارزولو امر کړى دى.
له ارګ څخه د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د ولسي جرګې د مالي او بوديجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضورد رلود.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې ۱۶ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې یې د ۲،۱ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ نویو پروژ و د قراردادونو د ورکړې غوښتنه چې لاندې موارد په کې شامل دي منظور شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد د ۱۱ ولایتونو ټاکلو زېرمو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د مرکزي سیلو زېرمو ته د تورخم بندر له لارې د ۴۰ زره متریک ټنه غنمو د لېږد پروژې قرارداد؛
د فواید عامې وزارت اړوند له هجرت کلي څخه تر جلال ابادښار پورې د ۱۲،۵۰۹ کیلومتر سړک دپروژې قرارداد؛
د فواید عامې وزارت اړوند د شورابک -سپین بولدک سړک جوړولو د دویمې برخې قرارداد؛
د کابل ښاروالۍ اړوند د ۳۰ متر پلن او د ۲،۷۶۰ کیلومتر اوږد د بډولې سړک د جوړولو قرارداد؛
د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد په اساس د ۲۰۲ شمشاد زون اړوند د ولایتونو د امنیه قوماندانیو او قرارګاوو د اړتیا وړ دوه قلمه (پسه او غويي) غوښې د تدارک قرارداد؛
د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه اعاشوي توکو تهیه او تدارک؛
سرچينې ويلي، سربېره پر دې د کجکي برېښنا بند دویم فاز د جوړولو قرارداد د تعدیلي طرحې وړاندېز چې د عامه او خصوصي مشارکت له ډلې څخه دی، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد د ارزولو پر مهال ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي او د ټولو قراردادونو فهرست دې له مشخصو ادرسونو سره یوځای د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک شي.
هغه زیاته کړه، والیان او امنیه قوماندانان دې قراردادونه او قراردادیان وڅاري، سربېره پر دې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وشوه چې د سروې د موندنو پر بنسټ سرغړونکو قراردادیانو سره قانوني چلند وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن