کابل(پژواک، ۲۶ زمرى۹۷): د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په کمپنۍ بازار کې د چاودنې له امله يوتن ټپي شوى او موټر يې سوځېدلى دى.
د کابل د١٠١اسمايي زون وياند حشمت ستانکزى وايي چې چاودنه نن سهار اته نيمې بجې د پنځمې ناحيې اړوند د کمپنې په بازار کې شوې ده .
هغه وويل چې ټپي شوى کس ملکي وګړى دى او موټر يې هم سوځېدلى دى.
د نوموړي په خبره، تراوسه معلومه نه ده چې دغه چاودنه د مقناطسي ماين او که د ګاز د بالون له امله رامنځته شوې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن