Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۷): د اميد سبا په نوم د نوي رامنځته شوي ایتلاف مشر او د ملي امنيت پخوانۍ رييس اسدالله خالد د ملي يوالي حکومت ناکام بولي او وايي چې دغه حکومت په هېواد کې روان حالات نه شي کابو کولی.

هغه دا څرګندونې نن د (زمري ۲۶مه) په خوست ولايت کې د خپلو سلګونه پلويانو يوې غونډې ته په وينا کې وکړې.

اسدالله خالد وويل چې د هېواد امنيتي وضعيت د دې پرځای چې ښه شوی وای، ورځ تربلې د خرابيدو پر لور روان دی او هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان وژل کيږي.

ده زياته کړه چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې شاوخوا زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى چې دا د ملي يوالي حکومت د کمزوري مديريت ښکاره بېلګه ده.

هغه وايي: "د غزني فاجعه او قتل عام، د دشت برچي فاجعه او د ځوانو خويندو او وروڼو چې د کانکور لپاره يې تياری نېوه د هغو وژل، په بغلان کې د سرتېرو وژل او په اجرستان ولسوالۍ کې د لسګونه سرتېرو وژل هغه پېښې وې چې په تېره يوه اوونۍ کې وشوې."

خالد زياته کړه چې د امنيت ترڅنګ د هېواد اقتصادي وضعيت هم مخ پرښکته روان دی او د نورو ستونزو ترڅنګ بېکاري هم خپل اوج ته رسيدلې ده.

هغه وويل:"زموږ ځوانانو ډېر زحمتونه په خپل ځان ګاللي، مشرانو خپله ډوډۍ ورسره نيمه کړې او درس یې پرې ويلی، خو چې فارغ شي کار نه شي پيدا کولی او که چا د خښتو په بټۍ کې کار کاوه نن هغه هم نه شي پيدا کولی."

د اميد سبا مشر وويل چې د حکومت مشران د سمتونو او قومونو په وېش کې خپله راتلوونکې لټوي.

هغه په دې اړه زياته کړه: "پخوا به بهرنيو دښمنانو له پنجابه دا امرونه راوړل، خو نن له بده مرغه چې خپله حکومت هم په دې اخته دی، د سمت، قوم، ژبې او بالاخره د ملک په منځ کې د وړو، وړو کوډيو په جلا کولو سره خپله بقا ساتي."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.