منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اسدالله خالد: حکومت ناکام دى او روان حالت نه شي کابو کولى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۷): د اميد سبا په نوم د نوي رامنځته شوي ایتلاف مشر او د ملي امنيت پخوانۍ رييس اسدالله خالد د ملي يوالي حکومت ناکام بولي او وايي چې دغه حکومت په هېواد کې روان حالات نه شي کابو کولی.

هغه دا څرګندونې نن د (زمري ۲۶مه) په خوست ولايت کې د خپلو سلګونه پلويانو يوې غونډې ته په وينا کې وکړې.

اسدالله خالد وويل چې د هېواد امنيتي وضعيت د دې پرځای چې ښه شوی وای، ورځ تربلې د خرابيدو پر لور روان دی او هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان وژل کيږي.

ده زياته کړه چې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې شاوخوا زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى چې دا د ملي يوالي حکومت د کمزوري مديريت ښکاره بېلګه ده.

هغه وايي: "د غزني فاجعه او قتل عام، د دشت برچي فاجعه او د ځوانو خويندو او وروڼو چې د کانکور لپاره يې تياری نېوه د هغو وژل، په بغلان کې د سرتېرو وژل او په اجرستان ولسوالۍ کې د لسګونه سرتېرو وژل هغه پېښې وې چې په تېره يوه اوونۍ کې وشوې."

خالد زياته کړه چې د امنيت ترڅنګ د هېواد اقتصادي وضعيت هم مخ پرښکته روان دی او د نورو ستونزو ترڅنګ بېکاري هم خپل اوج ته رسيدلې ده.

هغه وويل:"زموږ ځوانانو ډېر زحمتونه په خپل ځان ګاللي، مشرانو خپله ډوډۍ ورسره نيمه کړې او درس یې پرې ويلی، خو چې فارغ شي کار نه شي پيدا کولی او که چا د خښتو په بټۍ کې کار کاوه نن هغه هم نه شي پيدا کولی."

د اميد سبا مشر وويل چې د حکومت مشران د سمتونو او قومونو په وېش کې خپله راتلوونکې لټوي.

هغه په دې اړه زياته کړه: "پخوا به بهرنيو دښمنانو له پنجابه دا امرونه راوړل، خو نن له بده مرغه چې خپله حکومت هم په دې اخته دی، د سمت، قوم، ژبې او بالاخره د ملک په منځ کې د وړو، وړو کوډيو په جلا کولو سره خپله بقا ساتي."

ده د ملي يوالي حکومت پر بهرني سياست هم نيوکه وکړه او د غزني بريد ته په اشارې يې وويل: "د پاکستانيانو جنازې له غزني نه روانې دي پاکستان ته او د پاکستان د پارلمان غړي دا غږ اوچتوي، خو زما په حکومت کې دا غيرت هم نشته چې دا غږ اوچت کړي."

هغه وويل چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې له هغه چا ملاتړ کوي چې ښه تګلاره ولري.

اسدالله خالد د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون له هغې پرېکړې سره هم مخالفت څرګند کړ، چې يو شمېر نوماندان يې د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړ نه ايستلي او د استيناف حق يې هم نه دى ورکړى.

 هغه وايي: "صحيح ده موږ په دې خوشحاليږو چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون را ولاړ شي او هغه کسان چې وړتيا نه لري، لرې کړي، ولې هغوی بايد دې خلکو ته ويلي وای چې د تا جرم څه دی، کانديدان وايي موږ په خپل جرم نه يو خبر. دا ډول انتخابات وطن بحران ته بيايي، نه دا چې له بحرانه يې راوباسي، په کلکه يې مخالف يو او سمون په کې غواړو، که نه دغه ډول انتخاباتو ته اجازه نه ورکوو. "

د خوست يو تن ځوان او د اميد سبا غړي فريدالله قربان يادې غونډې ته وويل، چې ولسونه تېرو ناخوالو سخت ځپلي، د ملي يوالي حکومت څخه خلک ناراضه دي، ځکه چې د خلکو اراده نه شي تمثيلولی.

هغه وايي: "حکومت له غلا، فساد او چور هيڅ نه هم خالي نه دی. موږ دا حالت نور نه شو زغملی، خپله راپورته کيږو او خپله پوښتنه خپله کوو، ځکه نه طالب زموږ اراده تمثيلولی شي او نه اوسنى حکومت په داسې حال کې دی چې زموږ د ارادې تمثيل دې وکړي. "

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized