ترينکوټ (پژواک، ٦ وږى ٩٧): په اروزګان ولايت کې د ملي اردو مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ ښار او دوو ولسواليو نښلوونکى پول پر ماينونو الوځولى دى.
په دغه ولايت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي لوا ویاند حکمران وفادار د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پول د ترینکوټ ښار اړوند د سرخوم په سیمه کي وسله والو طالبانو تېره ورځ الوځولى دى.
هغه زياته کړه چې یاد پول د اروزګان مرکز ترينکوټ ښار له چارچینو او دهراوود ولسواليو سره نښلاوه او د کندهار د نېښ ولسوالی خلکو هم پرې راتګ کاوه چې طالبانو پر ماينونو الوځولى دى.
وفادار وايي چې وسله والو طالبانو د ښار په جګړو کې تر ماتې وروسته دغه پول چي عامو خلکو ترې ګټه اخیسته، د څو ماينونو په واسطه ویجاړ کړی دی.
د ځايي چارواکو په وينا، دغه پول چې ۴۵ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، پوره پنځه کاله مخکې د اسټرالیا د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نهو میاشتو په موده کي جوړ شوی و.
سرچينې ويلي، د دغه پله د خونديتوب لپاره دواړو غاړو ته ۳۵۰ متره استنادي دېوال هم جوړ شوی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن