کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې امنیت شورا تر اوسه په غزني کې د ټاکنو او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو خپل تصمیم نه دی څرګند کړی، دغه کمېسیون غواړي چې د قانون له مخې د غزني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له ټاکنو څلور میاشتې وروسته ترسره کړي.
د ټاکنو کمېسیون مخکې ویلي وو چې د ښځینه نوماندانو نه شتون او د ولسوالۍ شورا په شرایطو کې کمی لامل شوی چې دغه کمېسیون د ولسوالۍ شوراګانو ټاکنې وځنډوي.
بلخوا د غزني اوسېدونکو د لاریونونو له لارې په دغه ولایت کې د حوزوي ټاکنو غوښتنه کوله؛ شاوخوا یوه میاشت مخکې د ټاکنو کمېسیون په غزني کې د ټاکنو او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو موضوع امنیت شورا ته وسپارله.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو ویلي چې دغه موضوع یې د قانون د ۱۰۴مې مادې له مخې یادې کمېټې ته د پرېکړې لپاره استولې ده.
په دې کمېټه کې د امنیت شورا مرستیال، د دواړو شوراګانو مشران، لوی څارنوال، قاضي القضات او له اساسي قانون څخه د څار کمېټې رییس غړيتوب لري، یاده کمېټه قانوني صلاحیت لري چې په اضطراري حالات کې ټاکنې څلور میاشتې وځنډوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې د شاوخوا ۴۰ ولسوالیو شوراګانو د څوکیو لپاره نوم لیکنه نه ده شوې، په ۱۲۰ ولسوالیو کې هېڅ مېرمنې ځان نه دی نوماند کړی او په ۵۴ نورو ولسوالیو کې د نوماندانو شمېر له څوکیو سره برابر دی چې د سیالۍ لپاره یې زمینه نه ده برابره، نو له دې امله د دغو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له ټاکنو څلور میاشتې وروسته ترسره کېږي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان ۳۶۴ رسمي او ۱۱ غیر رسمي ولسوالۍ لري.
حقپرست زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون له مخې په غزني کې ټاکنې او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدلو موضوع شاوخوا یوه میاشت مخکې امنیت شورا ته سپارلې چې په اړه یې تصمیم ونیسي.
نوموړي زیاته کړه: ((امنیت شورا تر اوسه د دغو موضوعاتو په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته خپله پرېکړه نه ده سپارلې.))
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د امنیت شورا د پرېکړې په صورت کې ممکنه ده د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای ترسره شي؟ وویل: ((ناشونې ده چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.))
هغه زیاته کړه: ((په غالب ګومان به د غزني ولایت ټاکنې هم د ولسي جرګې له ټاکنو څلور میاشتې وروسته ترسره شي.))
د ټاکنو قانون د ۱۰۴مې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي، کله چې امنیتي وضعیت، طبیعي پېښې یا ورته حالت په عادلانه او نورمال ډول د ټاکنو ترسره کېدو مخه ونیسي او یا د ټاکنو مشروعیت ته زیان ورسوي نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون او هغه کمېټه چې د امنیت شورا د غړو او رییس، د سترې محکې رییس او د افغانستان د قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون له رییس څخه جوړه شوې، کولای شې ټاکنې له اصلي وخت څخه تر څلورو میاشتو پورې وځنډوي، که څلور میاشتې وروسته د ټاکنو لپاره زمینه نه وي برابره، نو کمېټه کولای شي تر څلورو نورو میاشتو پورې بیا دغه بهیر وځنډوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن